The news is by your side.

د لارو خلاصون, پاکستان له لوري د افغانانو د وژنې چل

خبریال وېب پاڼه/ د سپین بولدک او طورخم د لارو تړل او بېرته خلاصېدل د پاکستانیانو یا پنجابیانو له لوري دافغانانو د قتل نوی چل دی.

پاملرونه: دکرونا ناروغي د تماس او ګڼې ګوڼي له امله سرایت کوي.

پاکستانیانو پرته له ضرورته افغانان د څو ورځو او شپو لپاره بند کړي و. هغوی په سرحدونو باندی د مجبوریت له کبله د یو بل سره په تماس کی شو. څو ورځې بند وو. کله چی د پاکستان حکو مت مطمئین شو چی اوس نو ضرور څه کسان په کرونا ککړ شوي دي، بیا یې پرته له کومې طبي معاینې د افغانستان په لور د تګ اجازه ورکړه.

افغان حکومت او په ځانګړې توګه د کندهار او ننګرهار سیمه اییز حکومتونه یا په خاصه توګه والیان بې له دې چې مخکې له مخکې یې د خلکو د قرنطین لپاره یو جار یا غټه احاطه جوړه کړی وی، چی خلک باید په خپل مخ بې له طبي معاینې ولاړ نه شي، پاکستان ملا مته وی او وایي چی پاکستان یو دم ډیر خلک را خلاص کړل.

پاکستان خو دښمن دی او په نا اعلان شوي جنګ کې افغانان ور سره ګیر دي. تا سو باید خپل تیاری ولرﺉ او هم مو باید لرلی وی.

ای د فغان حکومت چارواکو او مسئوولینو!

هیله کوم! بې غیرتي مه کوﺉ. ملګرو ملتونو ته شکایت وکړﺉ، چې ولې پاکستان افغانان سره جمع کوي او بیا یې څو ورځې بعد را خلاصوي.

پلان یې څه دی؟ دا خلک خو خپل وطن ته ځي نه پا کستان ته، چې پاکستان پرې بندیز لګولی.

او بله خبره دا چې:

دکعبې شریفې دروازې بندې دي. هلته دخلکو د ګڼې ګوڼي له امله دجماعت لمونځ هم په پخوانۍ طریقه نه کیږی، مګر د ډریونډ سره نزدې سیمو کې د پاکستان له لوري ولې نا پوهه پښتنو ته د اجتماع اجازه ور کړل شوه.

ولې د سنیانو دښمنان ایرانیان په کرونا د ککړو هزاره ګانو علاج نه کوي.

کله چې روغ ول، په سوریه کی یې د سنیانو په مقابل کی جنګول.
او اوس چی په کرونا ککړ شول نو دا ککړ هزاره ګان په افغانستان کې د سنیانو منطقو ته د ثواب په نیت لیږي.

باید چې ایران ته جدي وویل شي، چی ظلم د نه کوي او نړیوال اصول دې مرا عت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، په هېواد دننه د کرونا ویروس مثبتې پېښې ورځ تر بلې پر زیاتېدو دي.

د کرونا ویروس د نړۍ لوی لوی هېوادونه وارخطا کړي، اقتصاد یې د بحران سره مخ کړی، او افغانستان کې بیا د پولو له خلاصېدو سره سم ډېر شمېر افغانان پرته له سکرېنېنګ افغانستان ته را داخلیږي.

د تورخم پر دروازه د پرته له سکرېنېنګ د افغانانو هجوم، هغه څه و، چې ټول ننګرهاریان یې اندېښمن کړل.

که افغان حکومت د کرونا پر وړاندې لا نور جدي اقدامات ونه کړي، نو ډېره لویه بیه به یې پرې کړي.

دوکتور ناصري

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.