The news is by your side.

طالبانو د بهرنیو ځواکونو د ځنډ په هکله خپل دريځ اعلان کړ

خبريال وېبپاڼه- وسله والو طالبانو د امریکا او ناټو هېوادونو د‌ ګډې پرېکړې په هکله خپل دريځ روښانه کړ، د امريکا نوي حکومت او ناټو هېوادونو په ګډه سره دا پرېکړه کړې چې په افغانستان کې به یې شتون د حالاتو سره تړاو لري، د ناټو غړو هېوادونو او امريکا وايي چې د خپلو پوځيانو حضور يې د بين الافغاني خبرو د بريا سره هم ډیر تړاو لري که دا خبرې بريالۍ کېږي نو ددوی د ځواکونو وتل به هم ممکن کېږي.

د امريکا او ناټو غړو هېوادونو ډيپلوماتان وايي چې امريکا به هڅه وکړي طالبان د سياسي لارو چارو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ځنډ بدون له کوم ناوړه ټکر قانع کړي.

خو تازه نن وسله والو طالبانو دغه خبرو ته غبرګون وښود او د افغانستان څخه یی د بهرنیو ځواکونو د وتلو په چاره کې هر ډول ځنډ ناممکن وباله.

د طالبانو وياند ويلي چې دوی جنګيالي په هېڅ صورت دې ته تيار نه دي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو وتل وځنډوي او يا دا ومني.

شننونکي وايي چې د امریکايي ځواکونو ځنډول به طالب مشران او خپل جنګيالي سره په ټکر کې کړي، هسې هم تر دې وړاندې د امريکا سره په توافق باندې هم د طالبانو جنګيالي خوشحاله نه و، طالب جنګياليو غوښتل چې امريکا بايد فوراً افغانستان پرېږدي او صرف په دې صورت کې ورباندې حمله ونشي، د طالب مشرانو څخه یې جنګيالي په اوسني تړون خوابدي دي.

د طالبانو ویاند وايي چې د افغانستان د مسلې د حل ترټولو معقوله لاره همدا ده چې بهرنيانو ددوی سره په کړي توافق باندې پوره عمل وکړي، له دې پرته بله هره لار به ويجاړوونکې پايلې ولري چې مسولیت به يې امریکا ته راجع وي.

خو امریکا او افغان حکومت په طالبانو بيا تور لګوي چې په بين الافغاني خبرو کې د پرمختګ خنډ جوړ سوي دي او جګړه زياته کړې ده مې همدا د دوحې د توافقنامې خلاف کار دی او په مقابل کې یې د بهرنیو ځواکونو نه وتل هم متقابل غبرګون دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.