The news is by your side.

د بوډاګانو (زړو) خلکو د ساعتيرۍ لپاره غوره ټکي!

خبريال وېبپاڼه: د عمر په تيريدو سره د انسان بدن کمزوری کيږي انرژې دلاسه ورکوي د ډول ډول ناروغيو سره مبتلا کيږي.

حال دا چې ځيني ناروغۍ خو دومره سختي وي چې عمر خوړلې خلک يوازې د مرګ لپاره شپي او ورځي سبا کوي.

د عمر په تيريدو سره د انسان هډوکي او عضلات کمزوري کيږي دومره توان نه لري چې له يو ځای څخه بل ځای ته په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.

زاړه خلک خپل ټول عمر په کور او د خپل د اوسېدو خونه کې تيروي.

که چيري خپله زاړه خلک ياست او يا هم زاړه مور او پلار او يا نيا او نيکه لرئ نو د هغوي د ښه ساتلو او د تشويشونو څخه يې په امان کې د ساتلو لپاره او يا هم د ساعتيرۍ لپاره يې دا کارونه ترسره کړئ.

۱: د هغوی سره يوځای ورزش او تمرين وکړئ، داسي ورزش او تمرين چې هغوي يې د ترسره کولو توان ولري.

لکه په کور کې ورو منډه وهل، په بهر کې ګرځيدل، د کيناستو او پاسيدو تمرين او نور.

دا تمرينونه د زړو او عمر خوړلو خلکو لپاره ډير ګټور دی زاړه خلک تل فکرونه او سوچونه کوي او هم په ډول ډول ناوغيو اخته کيږي نو د زړو خلکو د ښه روغتيا او خوښ ساتلو لپاره همدا تمرين کول ډير ګټور ورزش دی.

۲: باغوانې، د زړو خلکو لپاره باغوانې هم ډيره کټه رسوي د باغوانۍ يو ګټه دا هم چې باغونه د تازه هوا څخه برخمن وي، بل دا چې د باغ کارونه ډير اسانه وي چې زاړه خلک يې د کولو توان لري.

تازه هوا روح، نفس، روغتيا او د انسان ذهن تازه ساتي.

د باغ کارونه د زړو خلکو په بدن ډيره اغيز کوي د باغ پالنه او ساتنه انسان ته ډير خوند ورکوي.

په باغ کې د ونو او بوټو پالنه او ساتنه دومره خوندوره وي چې زاړه خلک د کار په وخت کې ډير خوښ وي او هر وخت په باغ کې د وخت تيرولو لپاره تيار وي.

که چيري د لوې باغ د جوړولو توان نه لرئ نو په کور کې دومره وکړئ چې يو څو بوټي د زړو خلکو د روغتيا لپاره کينوئ.

۳: د کتاب لوستل، د زړو خلکو د فکر بدلولو لپاره د کتاب لوستل هم ډير غوره دي.

کوښښ وکړئ چې په کور کې د زړو خلکو لپاره د کيسو او جالبو برخو کتابونه راوړئ.

د کتاب لوستل انسان د هر ډول پريشانۍ او خفګان څخه ساتي او هم د زړو خلکو د روغتيا لپاره غوره دی چې کتاب ولولي.

۴: په کور کې د ماشومانو ته کيسي او ټوکي ټکالي کول، يواځينی شی چې انسان خندوې هغه ټوکي ټکالي دي او د ماشومانو سره په لوبو کولو د انسان ساعتيرې کيږي.

که په کور کې مو زاړه خلک خفه او يا هم ناروغه وي خواته يې ماشومان ور وليږئ ترڅو ماشومان ورسره ټوکي ټکالي وکړي او ساعت يې تير شي.

۵: رسامې او د هنرې کارونو ترسره کول، د رسامۍ او هنرې کارونو ترسره کول هم د زړو خلکو د ساعتيرۍ لپاره ډير ګټور وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.