The news is by your side.

طالبانو د سياف ويډيو خپره کړه

خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد په ټويټرکې هغه ویډیو خپره کړه چې ښاغلی سياف پکې د یوه هېواد د آزادۍ او يا هم نه ازادۍ په هکله خبرې کوي.

په دې ویډیو کې سياف کټ مټ هغسې خبرې کوي لکه څنګه یې چې نن طالبان کوي، سياف په دې ويډيو کې وايي چې د روسانو له وتلو سره افغانستان بيا هم نه دی ازاد شوی ځکه د هغوی له لوري تحميل شوی رژيم دی‌.

که څه هم په رسمي ډول تراوسه امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه نه دی وتلي خو طالبان هم سياف ته ورته دريځ لري او وايی چې د امريکا له لوري جوړ شوی نظام او حکومت دوی ته د منلو وړ نه دی.

سياف چې نن د څه دفاع کوي په خپله ویډیو کې برعکس غږېدلی دی، سياف د په خپلو خبرو کې داسې وايي، هغه خلک چې وايي اوس خو روسان ووتل نو بايد جګړه ودرېږي او دا خو ورور وژنه ده نو دا هېروي چې همدا اوس د روسانو له لوري تپل شوی رژيم واکمن دی.

سياف د خپلو خبرو په دوام کې وايي چې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو يانې د هغه وخت د روسانو وتل ازادي نه ده، د سياف په خبره ځکه کله چې جرمنی په دوه برخو وېشل شوی و نو هغه وخت بهرنيان له جرمني څخه وتلي و نو ولې بيا هم جرمنیانو لاریون او مبارزه پيل کړه.

خو سياف په دې هکله څه ونه ويل چې که د جرمني څخه بهرني ځواکونه وتلي هم و خو جرمنی یې تجزيه کړي و، سياف ونه ويل چې افغانستان په څو برخو تجزيه شوی و چې دوی جګړه کوله.

طالبانو په ټویټر کې د سياف دا ويډيو خپره کړې ده، د سياف خبرې د طالبانو د نني دريځ سره يو سانتي متر فاصله هم نلري، سیاف پرون طالب و دا چې طالب به سبا څوک کېږي دا به وخت فيصله وکړي‌.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.