The news is by your side.

غني ولې د ويتنام نجات ته د سقوط نوم ورکړ؟

خبريال وېبپاڼه- پرون د هېواد ولسمشر د بي بي سي سره يوه مرکه درلوده چې په دې مرکه کې يې د افغانستان او ويتنام حالت سره پرتله کړ، ښاغلي غني پخپله مرکه کې وويل چې افغانستان څه ويتنام نه دی چې سقوط او وپاشل شي.

ښاغلی غني يو اکادميک شخص دی او د ويتنام د جګړې په هکله دا ډول څرګندونې د بې خبرۍ له کبله کول هېڅ معقول نه ښکاري، که په بې خبرۍ یې کړې وي نو پکار ده د ښاغلي غني د پوهنتون ديپلوم او هرڅه له سره کنټرول شي چې موږ خو به له بل چا سره نه یو مخ او که ښاغلي غني دا په شعوري ډول کړې وي نو بيا خو په دې کې يو سخته جفا حس کېږي.

ډ ولسمشر غني د څرګندونو برعکس ويتنام سقوط نه دی کړی بلکې په ویتنام کې د امريکا د ماتې سره دا په دوه شمالي او جنوبي برخو وېشل شوی هېواد بېرته سره يو شو او پخپلو پښو ودرېده، نن چې يو متحد ويتنام وينو يو پخپل لاس ځان بسيا او سيال ويتنام وينو نو دا د هغه ازادۍ پايله ده چې دوی له امريکا واخيسته او د امريکا له لوري د خپل هېواد د تجزيې پلانونه یې د خاورو سره خاورې کړل.

مګر ښاغلی غني د ويتنام نجات ته د ويتنام سقوط وايي، دلته چې سړی د ښاغلي غني د پرېکړو ذهنیت ته پام وکړي نو ښاغلی غني د امریکا د عینکو څخه پېښو ته ګوري، يانې غني ځان یو امریکایی حس کوي او د جنوبي ويتنام د امريکا له لاسه وتل او يو متحد ويتنام جوړېدل د ويتنام ماتیدل بولي، په حقیقت کې دا د هغه ويتنام ماتیدل و چې دوی يې خيال کړی و چې تجزيه يې کړ او ځانته هیواد يې ترې جوړ کړ.

د پېښو په هکله د غني امريکايي بنسټه ذهن ته چې سړی دقیق وګوري نو په افغانستان کې د غني ځای او حتی هغه مقام چې دی یې تمثیل کوي هم د نورو په لاس کې لوېدلی ښکاری او دوی یې داسې اداره کوي لکه جنوبي ويتنام.

د ولسمشر غني له خبرو داسې ښکاري چې هغه دلته د امریکا د يو استازي د یوه کس په صفت ځان ويني او په همدې ډول عمل کوي او په همدې ډول د پېښو څخه برادشت اخلي.

يانې که اوس داسې فرض کړو چې افغانستان خدای ناخواسته په دوو برخو وېشل شوی شمال او جنوب، شمال د امريکايانو تر ملاتړ لاندې دی او غني یې په مشرۍ ټاکلی او جنوب د يوې بلې افغاني ډلې تر واک لاندې دی چې هغه هم بهرنی ملاتړ لري.

نو اوس که داسې وشي دا شمال بېرته له جنوب سره یو ځای شي امريکا د افغانستان له شمالي برخې ووزي نو ښاغلي غني دې ته د افغانستان سقوط وايی، داسې ښکاري چې اشرف غني په افغانستان کې د یوه امریکايي په شان فکر کوي او د یوه امریکايي په شان عمل کوي.

لیکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.