The news is by your side.

هغه څه چې ښځې خوشحاله کوي!

خوشحاله اوسېدل د په نړۍ کې د هر انسان طبيعي غوښتنه ده،او دا يوه جوته خبره ده چې هر انسان غواړي خوشحاله ژوند ولري. ښايي دا هم ټولو ته څرګنده اوسي،لکه څنګه چې د انسانانو خويونه او عادتونه سره بېل دي نو د خوشحاله کولو سببونه يې هم بېل دي.

ښځې بيا د سړيو په پرتله د نړۍ هغه ظريفه زېږېدنه ده، چې د غوسې په څېر يې د خوشحاله کېدلو څيزونه هم ډېر واړه دي. ښځې د سړيو په پرتله ډېرې خبرې کوي، د ژوند په هر اړخ به خپل د زړه خبره هم درسره وکړي، خو د دې عادت نه لري، چې د خپلې خوشحالۍ څيز درته په مستقيمه توګه ووايي. ښځې تل د دې تمه لري، چې دوى سره په ژوند کې شريک د ژوند ملګرى يې د دوى د خوشحالۍ راز پيدا کړئ.

خو ايا تاسې پوهېږئ چې د ښځو د خوشحالۍ راز په څه کې ده؟

ځواب يې يوازې دوه کلمې ده، مينه او ارزښت ورکول. د نړۍ هره ښځه په زړه کې دا ارمان لري، چې د دوى د ژوند ملګرى ورسره مينه وکړي،او دوى ته ارزښت ورکړي په دې باور ولرئ چې ښځه به د ژوند هره ستونزه،ولږه او تنده به درسره په ګډه تېره کړي، خو يوازې او يوازې که تاسې يې زړه لاسته راوړى اوسي. په ځانګړې ډول د افغانستان ميرمنې له خپلو مېړنو سره د ژوند هره ستونزه ګالې، په هر حالت کې ورسره ژوند تېروي، خو که مېړه يې پيسې پيدا کړې نو لومړنى کار چې به د خپلې ښځې په حق کې کوي، هغه د بلې ښځې کول دي.

دا په مونږ کې يو دود ده، چې که د ښځې وروسته له واده اولاد ونشي، نو بس تر څو مياشتو هم ورته نه ګوري، او ژر په بلې ښځې پسې جرګې استوي. خو که د همدې ښځې د مېړه اولاد ونشي نو بيا؟

د افغانستان هره ښځه چې که پوه شي د خاوند يې اولاد هم نه کېږي، خو تر هغه ورته ناسته وي،او مينه ورسره لري، چې ژوندۍ وي،او د سد ويښتان يې سپېن شي نو هيله ده، چې د خپلو ښځو په حق کې ظلم مه کوئ،هغوى ته د هغوى مينه په پوره توګه ورکړئ.

د سړيو به هېڅ کم نشي، که له خپلو ښځو سره ښه چلند وکړي، او خوشحاله يې وساتي. خو په دې کار سره به خپل ژوند ته بل رنګ او خوند ورکړى. که غواړئ خوشحاله ژوند ولرئ نو له خپلو ميرمنو سره ښه چلند وکړئ، د هغوى د زړه ازار مه اخلئ. او دا کار هېڅ ستونزمن نه دی، یوازې هغوی ته تر څه لومړی د انسان په سترګه وګورئ، او بیا د داسې کس په توګه چې ټول عمر ستاسو په نامه له تاسو تېروي، نو ولې مو ښځې د ښې رویې او خوشحاله ژوند حق نه لري؟

ښځې په ډژر واړه څيزونو خوشحاله کېږي، نو هیله ده، چې له دوی څخه دا خوشحاله مه سپموئ. مینه ورکړئ، ښه چلند ورسره وکړئ، د ژوند په چارو کې ور څخه مشوره او نظر وپوښتئ، نو ښځې به مو هم د خپل ژوند خوشحالئ برخه لیدلې وي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance