The news is by your side.

ولسمشر د دوستم ګیلې ته ځواب ورکړ

خبريال وېبپاڼه؛ په دې وروستيو وختونو کې دوستم د شخصي تلويزونونو سره مرکې پيل کړې دي، له دې مرکو څخه په یوه کې یې ده ګيله وکړه چې ولسمشر غني دا شل مياشتې کېږي دده سره نه دي ليدلي، دوستم وروسته له هغه دا ګيله وکړه چې څه موده وړاندې د ولسمشر امنیتي سلاکار محمد محقق هم دده کور ته ورغلی و.

تازه ولسمشر غني ددوستم ددې ګيلې د اورېدو سره ټليفوني خبرې کړې دي، په دې ټليفوني خبرو کې ولسمشر غني او دوستم په هېواد کې د سياسونو د یو کېدو او ملي اجماع د قوي کېدو غوښتنه کړې ده.

په دې وروستيو کې حکومت په نسبي ډول توانېدلی پخپله شاوخوا کې ځینې پخواني نوم لرونکي کسان چې د حکومت سره اړیکې ښې نه وې راټول کړي.

له دې څخه يې ښه نمونه محقق دی، محمد محقق ته ولسمشر غنی د سلاکارۍ چوکۍ ورکړه او هغه هم په رسمي ډول د سولې په خبرو کې د حکومت له دریځ ملاتړ اعلان کړ او همدارنګه د موقت حکومت په خلاف یې دريځ ونيوه.

دوستم د غني له هغه يارانو څخه دی چې لږ خوشحاله ډیر خفه وي، هغه په دې وروستيو مرکه کې بيا هم په غني تور پورې کړ چې ګواکي غني يو متعصب کس دی.

دوستم که څه هم په ښکاره د اشرف غني په خوا کې نه دی ولاړ خو د طالبانو سره په خبرو کې بيا سخت دریځ لري د موقت حکومت خبرې سره هېڅ کار نلري بلکې اشرف غني ته وايي چې که طالبان يو ځل خبرې نکوي تاسې یې لس ځل مکوئ.

د نړيوالو د ملاتړ د زیاتېدو او وروسته ورو ورو په کور دننه د اجماع د قوي کېدو سره بېګاه په دوحه کې د سولې خبرې يو ځل بيا پيل شوې دي او توافق شوی چې دا خبرې به دوام کوي او دواړه لوري به د اجنډا په ترتیب باندې کار کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.