The news is by your side.

دوحې د سولې اصلي خنډ ته ګوته ونيوه

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې په دوحه کې بين الافغاني خبرې په ټپه ودرېدې قطر را مخکې شو او د پاکستان څخه یې په دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

نړيوال په دې عقيده دي چې پاکستان پر طالبانو پراخ واک لري او له دې واک او تاثیر څخه په ګټه اخیستنې سره کولي شي چې طالبان افغان سولې ته راضي کړي.

د پاکستان لپاره د قطر ځانګړي استازي مطلق بن عبدالمجيد د پاکستاني چارواکو سره ليدنه ماته کړي دي او په دې ليدو کاتو کې یې د هغوي څخه غوښتي دي چې قطر مېشتو طالبانو باندې د خپل اغېز څخه کار واخلي او دوی سولې ته وهڅوي ترڅو په افغانستان کې روان ناورين پای ته ورسېږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير يو ځل بیا ټينګار کړی دی چې د افغان سولې په پروسه کې به مرسته کوي، تر دې وړاندې نورو پاکستانيو چارواکو هم دا ويلي و چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ کوي خو شننوکي د پاکستان دا خبرې صرف تر خبرو محدودې بولي او وايي پاکستان په واقعي مانا له خپل نفوذ څخه ګټه نه اخلي.

تېر ځل چې بين الافغاني خبرې وځنډیدې نور تر وړاندې یې د طالبانو لوړ پوړي مشران پاکستان ته تللي و او دغلته يې د خپلو جنګياليو، ټپيانو او د پاکستان د پوځ له مشرانو سره لیدلي و، وروسته رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې د طالب مشرانو ځينې کسان د پاکستان پوځ بند کړي او د جدي پوښتنو او سپارښتنو لپاره یې نظربند کړي، همغه و چې د طالب مشرانو د هيئت مهم غړي دوحې ته د خپل نورو ملګرو وروسته ډېر په ځنډ ورسېدل.

د بلې خوا کله چې د پاکستان څخه دغه طالب مشران دوحې ته ورسېدل نو څه موده وروسته بين الافغاني خبرې په ټپه ودرېدې او طالبانو د خبرو مېز ته شاه کړ، طالبانو د خبرو مېز پرېښود او ولاړل د روسيې او ايران په سفرونو بوخت شول.

د سیمې د حالاتو او افغان سولې څاروونکي وايی چې دوحه په دې باندې پوهه شوې ده چې د طالبانو د کنټرول ځاي اسلام اباد دی ځکه خو يې بلاخره اسلام باد ته مراجعه وکړه.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.