The news is by your side.

طالبانو هرات کې اسلامي علماو ته تونده خبرپانه خپره کړې

خبريال ویبپاڼه- په هرات کې ولايت کې د ملا مجيب الرحمن له لوري د وروستیو څرګندونو وروسته دغلته اوضاع ښې خواته نه ده روانه، اوس په همدې سيمه کې يوه د پام وړ برخه ملایان اسلامي علما د نظام ملاتړ کوي او بلخوا بيا مجيب الرحمن دا ډول خلک په ګناه کبیره ککړ بولي.

وروسته له هغه چې ملا مجيب الرحمن د نظام پلويان او کارمندان په کبیره ګناه ککړ وبلل او نورې یې ډول ډول فتواګانې صادرې کړې په دې ولايت کې نور اسلامي علما راپورته سول او د نظام څخه يې ملاتړ اعلان کړ او ددې لپاره یې خپل دلایل وړاندې کړ، استدلال یې وکړ.

په هرات ولايت کې د نظام څخه ملاتړ کوونکي علما وايي چې دوی د اشرف غني او په واک ناست د هغه د ټيم ملاتړ نکوي خو که څوک یې کوي هم دوی یې په وړاندې دا ډول فتواګانې نه صادروي او نه یې څوک د صادرولو حق لري، دغه اسلامي علما وايي چې اشرف غني او ټيم یې بېل دی، هغوی خپله نېټه لري چې پوره کېږي او وروسته به د هېواد چارې بل چاته سپاري.

خو د نظام څخه ملاتړ د نظام د بنسټونو څخه ملاتړ د نظام د عامو کارمندانو څخه ملاتړ ددوی او هر افغان ملي وجيبه ده، ددې علماو په خبره چې عادي مامورين د حکومت د بدلون سره نه بدلیږي ځکه دا د حکومت څخه ډېر د نظام برخه ده، له همدې کبله ده چې دوی وايي د نظام ملاتړ په هر صورت کې کوي.

د نظام په ملاتړ د اسلامي علماوو دريځ نیول ددې سبب شول چې د حکومت وسله وال مخالفين د حکومت او نظام له مشروعیت څخه په دار کې شي، له همدې کبله نن د طالبانو له لوري داسې اعلاميه خپره شوې ده چې په هرات کې اسلامي علماو ته اخطار ورکړل شوی دی چې له دې وروسته دې په دولتي غونډو کې شرکت نکوي.

دا اعلاميه چې د يوې اخطارنامې بڼه لري د اسلامي علماوو څخه غواړي چې په هغه ډول جلسو کې ګډون ونکړي چېرته چې ددوی د جهاد خلاف خبرې کېږي او يا ددوی جهاد په ديني ډول تر تنقيد لاندې راځي.

په دې اخطار نامه کې وروسته راغلي دي که کوم اسلامي عالم په دې ډول غونډو کې ګډون وکړ نو وروسته به د شکایت حق نلري.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.