The news is by your side.

طالبانو پخپله خپله سره کرښه ماته کړه

خبريال ویبپاڼه- وسله والو طالبانو پخپله يوه اعلامیه کې خپلو کسانو ته ويلي دي چې نور دې پخپلو ليکو کې بهرنيو جنګياليو ته ځای نه ورکوي، طالبانو وروسته له هغه دا اعلاميه خپره کړه چې د نړيوالو او افغان حکومت له وري ورباندې د بهرنيو جنګياليو سره د اړيکو تورونه زيات شول.

که څه طالبانو دا رد کړې ده چې ددوی په ليکو کې بهرني جنګيالي شتون لري خو د جګړې پوهان او افغانستان د حالاتو څارونکي وايي چې طالبان په ډېری مغلقو جګړو کې له بهرنيو جنګياليو څخه کار اخلي.

طالبانو د امريکا د متحده ايالاتو سره پخپل تړون کې دا منلې ده چې په افغانستان کې بهرنيو جنګياليو ته ځای نه ورکوي او دا جنګيالي به ګاونډیو د سيمې هېوادونو او امريکا ته ګواښ نه پېښوي، طالبانو دا منلې ده چې نور به نه پخپلو ليکو کې دا کسان نيسي او نه به هم په افغانستان کې ځای ورکوي.

له دې څخه وړاندې د بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو اړیکې ډیرې غښتلې وې، دوی په افغانستان کې ځينو ته تابعيت ورکړی و او ځینې یې هیڅ نه کنترول کول او په افغانستان کې یې همداسې خوشي کړي و، ځکه ددوي په فکر دا جنګيالي مسلمان دي او ټول مسلمانان سره وروڼه دي ، اسلام کې سرحد نشته.

طالبانو ددين څخه پخپل دې برداشت سره افغانستان شل کلنې جګړې ته دننه کړ، طالبانو د امريکا د سېپټمبر پېښه د يو پاس په حيث ومنله او امريکا ته یې پاس ورکړي چې په افغانستان کې حمله وکړي.

طالبانو ته دا سرې کرښې وې چې دوی به په اصطلاح د نورې نړۍ د مسلمانانو له جنګياليو سره اړيکې ختموي، دوی ددې اړيکو، دوستۍ او خاطر لپاره افغانستان د بهرنيو ځواکونو د حملې خولې ته ورکړ او په افغانستان کې د يوې شل کلنې جګړې سبب شول.

نن طالبان په دې پوه شول چې د اسلامي هېوادونو او نړۍ په هکله ددوی فکر څومره غلط و، دوی همدې اسلامي هېوادونو د امريکايانو پوځیانو ته لاس تړلي وسپارل، اوس دوی د خپل همدې فکر څخه په رسمي ډول په شاه شول، خو کاش دوی شل کاله مخکې په دې پوه وی او افغانستان داسې ناورين ته نه دننه کېدلی.

ليکوال: علم ګل حبيب يار

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.