The news is by your side.

۱۷ کیلو ګرامه یورانیم ایران ته تاوان که ګټه؟

خبریال ویبپاڼه/ د راپورونو له مخې چې ایران تراوسه پوري ۱۷،۶۰۰ کیلوګرامه یورانیم غني کړي چې کیفیت يې ښيې چې اټومې وسلې هم ترې جوړیدلای سي خو ایران ته به څومره زیان وکړي

د دې راپور له خپریدلو وروسته یو شمېر غبرګونونه پاریدلي او د ایران په وړاندې د سختو اقداماتو غوښتنه سوې ده

پر ایران د امریکا او متحدینو له لوري په دې خاطر بندیزونه لګیدلي چې د یورانیمو په غني کولو سره غواړي اټومي وسلې جوړې کړي خو ایران تل دغه خبره رد کړې او ویلي يې دي چې د دوی دا پروسه سوله ییزه ده.

ایران بایډن ته تمه درلوده چې ورسره به يې اړیکي ښې کړي خو امریکا لاهم پر خپل دریځ ولاړه ده او یوازنی شرط یې دادی چې ایران باید د یوارنیمو له غني کولو لاس واخلي.

تراوسه پوري ایران څومره یورانیم ذخیره کړي؟

رویټرز خبري اژانس په خپل یوه راپور کې د ایران د یورانیمو غني او ذخیره کولو ته په اشارې ویلي چې تراوسه ایران ۱۷ کیلو ګرامه یورانیم غني کړي او خپلې دې هڅې ته يې لا دوام ورکړی.

په مالوماتو  کې ویل سوي چې پارلمان له دولته غوښتي ترڅو د یورانیمو د غني کولو کچه په میاشت کې لس کیلیو او په کال کې ۱۲۰ کیلو ګرامه ته ورسوي، دا یورانیم چې اوس يې ایران په واک کې لري په اټومي وسلو کې هم د کارولو وړ د ځکه له شل سلنې غنا څخه برخمن دي، خو هغه ژمنه چې ایران له نړیوالو هېوادونو سره کړې وه د دوی په لاس راغلي یورانیم باید ۴،۵ سلنه غنا لرونکي وي خو اسو دا سلنه خورا لوړه ده او ایران په راتلوونکي کې ښايي په دې سره اټومي وسلې جوړي  کړي.

داسې مالومیږي چې  ایران به د ګټې پرځای تاوان وکړي ځکه چې امریکا جمه نور هېوادونه ښايي خپل غبرګون د نویو بندیزونو په لګولو سره وښيې

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.