The news is by your side.

حکمتیار ته د دوستم تريخ پېغور

خبريال وېبپاڼه- ګلبدين حکمتيار چې پخوا د حکومت له وسله والو مخالفانو څخه شمېرل کېده اوس د یې يو سياسي مخالف دی، ده اوس ټوپک ته شاه کړې ده او د خبرو او غونډو له لارې د حکومت مخالفت کوي او په دې باور دی چې د افغانستان اوسنی حکومت د افغانستان په ګټه نه دی.

ګلبدين چې کله د حکومت سره سوله وکړه او جګړه یې پرېښوده نو ډېر وخت نه و وتلی چې سمدلاسه یې په حکومت باندې نيوکې پيل کړې، خلک په هېواد کې خوښ و، ځکه هغه حکمتیار چې پخوا یې خپل مخالفت د ټوپک په ژبه د مرمۍ په ژبه ښوده اوس یې په خبرو اترو ښيي.

خو په دې وروستيو کې د ګلبدین حکمتیار خبرې او نیوکې يوه بل پړاو ته د اوښتو په حال کې دي، تېره اونۍ حکمتيار دولت په رسمي ډول وګواښه او ويې ویل چې که حکومت ددوی زندانیان خوشي نکړي نو ارګ به محاصره کړي.

د ګلبدين حکمتيار خبره د ارګ له محاصرې دا وه چې په دې ډول به په حکومت فشار راوړي چې خپل بنديان ورباندې خوشي کړي، خو وروسته حکمتيار د خپل توندوالي کچه نوره هم لوړه کړه او ويې ويل که حکومت یې زندانيان ازاد نکړي لکه د پخوا په څېر همغسې به وسلې پورته کړي.

بېلابېلو سياسیونو او عامو هېوادوالو د حکمتیار دا څرګندونې وغندلې، هېودوالو ويل چې هېواد همدا اوس د جګړې په يو اور کې سوځي او حکمتيار د بل اور خبرې کوي.

تازه د جنبش اسلامي ګوند مشر دوستم هم د حکمتیار دې څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی او ده ته يې د پېغور په ډول ويلي دي پاکستان د حکمتیار دوهم کور دی.

دوستم همدارنګه په حکمتيار نورې نيوکې هم کړې دي او د هغه لوري د ارک د محاصره کولو خبره يې وارې د حکمتيار خبره نه ده بللې، دوستم ويلي چې دا ډول څرګندونې او پلانونه حکمتيار د پاکستان د پوځ په مشوره کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.