The news is by your side.

د عمران خان نوې خو، د غولوونکي خبري!

خبريال وېبپاڼه: د پاکستان لومړی وزير عمران خان تازه ويلي دي چې د امريکا او چين ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې رول لوبول غواړي.

عمران خان وايې، د امريکا او چين ترمنځ د قدرت سيالۍ ده او دواړه هيوادونه نه شي کولی دا موضوع حل کړي.

پاکستان به د دواړو هيوادونو ترمنځ د بې طرفه هيواد په ډول د تاوتريخوالي په کمولو کې رول ولوبوي.

خان فکر کوي چې دواړه هيوادونو به د خان دې غوښتني ته (هوو) ووايې خو دواړه هيوادونه پاکستان ښه پيژني چې څومره منفافق هيواد دی.

د پاکستان لومړې وزير خان دا څرګندوني سريلنکا ته د سفر پرمهال دغه هيواد سره د پانګوني او سوداګرۍ په برخه کې د زياتوالي په وخت کې کړي دي.

عمران خان ويلي، هيله لرم چې د امريکا او چين ترمنځ د تاوتريخوالي په کمولو کې رول ولوبوم.

هغه ويلي پاکستان داسي هيواد دی چې د هيوادونو ترمنځ دښمنۍ ته نه بلکې د هغوي ترمنځ د انسانيت او دوستۍ په رامنځته کولو کې ژمن هيواد دی.

د عمران خان دا خبري ډيري غوولونکي دي ځکه چې پاکستان ټوله نړۍ په ښه ډول پيژني چې څومره يو منافق او د فساد څخه ډک هيواد دی.

خان د يو داسي هيواد مشرتوب کوي چې په نړيواله کچه د ترهګرو په روزولو کې لومړی مقام لري.

چين خو بيا د پاکستان لوې ملاتړی هيواد دی ځکه چين هم په منځنۍ اسيا او بيا ټوله نړۍ کې د واک په لټه کې دی او تر پاکستان بل هيواد نشته چې چين سره مرسته وکړي.

ځکه خو چين پاکستان د خپلو کټو لپاره کاروي کنی چين خو د پاکستان په منافقت او دوکه بازۍ ډير ښه پوهيږي.

بلخوا امريکا چې د نړۍ قدرتمند هيواد دی او پاکستان د امريکا د غلام هيواد په ډول د نړۍ په نقشه کې ځای لري.

نو، يو بادار څنګه خپل غلام ته د فيصله کولو او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره واک ورکړي؟

بلخوا چين او امريکا هم په دې ښه پوهيږي چې پاکستان دوه مخی سياسيت لوبوي او دواړه پاکستان د خپلو ګټو لپاره لوبوي چې ډير ژر به پاکستان هم د دوه مخي سياسيت له وجهې د نړۍ د نقشي څخه ورک شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.