The news is by your side.

په ځای مګر ځنډېدلې پرېکړه

خبريال وېبپاڼه- تېره ورځ طالبانو یوه اعلامیه خبرپاڼه خپره کړه چې د خپلو وسله والو څخه یې پکې ځینې مهمې غوښتنې مطرح کړې وې، دا چې د طالب مشرانو دا غوښتنې به څومره عملي سي دا به وخت قضاوت وکړي، خو په ټوله کې دا پرېکړې د ولس او نړيوالو د غولونې په موخه نه وي په نېک نيت د نيولو وړ دي.

طالبانو پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره چې مخاطبين یې خپل وسله وال و، وويل چې له دې وروسته ددې ډلې هېڅ غړی او هېڅ ګروپ نشي کولی چې کوم کس بدون له يوې محکمې او عدلي پروسس پرته مجازات کړي.

د طالب مشرانو له لوري د خپلو وسله والو څخه دا ډول غوښتنه او پرېکړه د اهمیت وړ ده، ددې پرېکړې له کولو ښکاري چې طالب مشران هم دا مني چې ددې ډلې وسله وال صحرایی محکمې ترسره کوي.

د افغانستان په کليو کې داسې يو وضعيت حاکم دی چې وسله وال طالبان مخکې له دې کې يو جرم په چا ثابت کړي لومړی هغه ښه وهي، سپکوي او بيا وروسته چې کله مالوم شي چې دا کس بیګناه و نو بيا ورته وايو چې ځه کور ته دې شکر کوه چې وژلی مو نه یې.

ملت دا ډول سپکول، په ملت خپله فرعوني چلول د وسله والو ډلو پخواني کار دی، اوس چې طالبان د خپلو وسله والو څخه ددې کار د مخنيوي غوښتنه کوي په عين حال کې دا یو ډول اعتراف هم دی چې دوی یې د صحرايي محکمې کوي.

د طالب مشرانو له لوري دا اعلامیه يا امر خپرول د يوې خوا په دې مانا تفسير کېدلی شي چې دا ډله ځينو بدلونونو رامنځته کولو ته ژمنه ده خو له بلې خوا بیا وېره داده چې طالب مشران په دې ورځو کې د صحرايي محکمو د مخنيوي د تاريخي آثارو د ساتنې غوندې خبرونه د نړيوالو د غولو لپاره خپروي.

د چارو شننونکي وايي چې افغانان به هلته د طالبانو د بدلون د طالبانو نېک نيت ومني چې کله دوي په عملي ډول په افغانستان کې د جګړې په شدت کې کم والي راولي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.