The news is by your side.

افغان پوځ ته د امریکا تازه بې ساري مرسته!

خبریال وېبپاڼهد امریکا متحده ایالاتو د افغانستان پوځ سره په یوه بېساري اقدام کې پراخه مرسته وکړه؛ دا مرسته په داسي‌حال کې شوې چې د افغانستان پوځ اوس د هیواد لویه برخه له غلیم نه ساتي.

په دغه مرستو کې چې ډېره برخه یې جنګي‌وسایط دي (۴۰۳) هاموي ټانګونه (۴۳ ) رینجر پوځي ګاډي (۲۳) امبولانسونه او (۱۷۰) پوځي موټر سایکلونه شامل دي

دافغانستان د دفاع وزارت منسوبینو نن د امریکا دغه مرسته تر لاسه کړه خو هم مهاله امریکا ژمنه کړې چې د افغان امنیتي ځواک د پیاوړتیا په موخه به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا متحده ایالاتو تر دې وړاندي‌ د افغانستان ملي اردو هوايي قواو ته څلور A29 طیارې او څلور UH60 هلیکوپټرې ورکړي دي. او ملي اردو یې په بېلابېلو تجهزاتو سمبال کړې ده.

د مرستو دا لړۍ په داسي‌وخت کې چټکه شوې چې طالبان د دوبي‌ په رات سره جنګ جګړو ته لار هواره وي او هڅه کوي‌چې جګړه ایز ډګر ګرم کړي؛ خو اوس افغان امنیتي ځواکونه او د هغوی مشرتابه په دې باور دی چې د افغانستان خاوره د پردو په ایشاره له جنګېدونکو بریدګرو ساتلای شي.

که څه هم د افغانستان په روانه جګړه کې د افغان امنیتي ځواک وسایط زیانمن کېږي خو اوسني وسايط په دې اندازه بلل شوي‌چې تر ضایعه شویو وسایطو څو چنده زیات دي.

د یادولو وړده چې تېر کال د دفاع وزارت د امریکا د متحده ایالاتو نه د افغان امنیتي ‌ځواک لپاره د تر (۸۴) میلیونه د زیاتو امریکا يي ‌ډالرو په ارزښت وسایط او مهمات تر لاسه کړي.‌

دا وسایط او مهمات د تېر ۲۰۲۰ کال د اګسټ میاشتې له ۳۱ نېټې د اکتوبر میاشتې تر یو دېرشمې نېټې پوري‌ په دې موده کې د امریکا متحده ایالاتو دافغان امنیتي ‌ځواک له پاره را نیولي ‌دي.‌

دافغانستان د دفاع وزارت وايي چې اوس افغان امنیتي‌ ځواکونه دومره تجهیزات او وسایط لري ‌چې په پراخ لاس د وسله والو طالبانو ځواب پرې ویلای شي.

د یادولو وړده چې تر دې وړاندي د امریکا يي ځواکونو ترمیم شوي ۱۶۰۰ هاموي‌ ټانګونه هم افغان امنیتي ‌ځواکونو ته سپارل شوي وو.

د سیګار د نړۍ والي ‌ادارې له لوري‌ هم د دې خبرې پخلی شوی چې یوازي‌په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا متحده ایالاتو د افغان امنیتي‌ ځواکونو د د وسایطو او مهماتو لپاره تر ۸۴ ملیونه زیات امریکا يي ډالرو مرسته کړې ده.

دافغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد چې د امریکا له متحده ایالاتو سره ژورې اړیکي‌ لري د دغه هیواد تر بل هر وزیر زیات په ولایتونو او د پوځ او امنیتي ‌سرتېرو په کمر بندونو کې لیدل شوی دی.‌

اسدالله خالد ته نېژدې سرچینې وايي‌ چې نوموړی د جګړې په ډګر کې ښکیلو افغان امنیتي ‌سرتېرو ته بیا بیا ورغلی او د هغوی د ضرورتونو او ستونزو په اړه یې پوښتلي‌ او د مشکلاتو د حل لپاره یې د نړۍ والو مرستندویه هیوادونو مرستې غوښتې دي.

د دفاع وزارت چارواکي‌ وايي‌ چې ددې بې سارې مرستو د ترلاسه کولو یو علت داوو چې اسدالله خالد د افغان امنیتي‌ ځواکونو وړتیا او ضرورتونه د جګړې په کرښه کې په امریکا يي‌ پوځیانو له نېژدې لیدل او د امریکا متحده ایالات یې دافغان امنیتي‌ ځواکونو سره لا نورو مرستو ته را مات کړل.‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.