The news is by your side.

که زمونږ د بدن اوبه کمې شي نو څه به پېښ شي؟

اوبه د انسان د بدن لپاره حیاتي ماده ده، چې زمونږ د بدن غذایي توکې او وینه حجراتو ته رسوي.خدای(ج) د انسان بدن داسې پيدا کړی، چې که لږ هم له خپل نورمال حالت څخه د بدن اوبه کمې شي، نو مغز به خپل فعالیت په سمه توګه ونه شی کړی.

که خپل چاپيریال ته وګورو نو د نړۍ هر ژوندی موحود اوبو ته اړتیا لري.

خو ایا پوهېږئ، چې که د انسان په بدن کې اوبه کمې شي نو څه به پېښ شي؟

د دې پوښتنې ځواب په لاندې کرښو کې لیکل شوی ده:

۱ – د انسان په بدن کې پښتورګي هغه عضو دي، چې که بدن کې اوبې کمې شي، نو ډېر ژر عکس العمل ښکاره کوي، او داسې عکس المل به داسې وي، چې د  ادرار په رنګ کې بدلون راځي. له عادي او نورمال حالت څخه یې تیاره کېږي.  دا حالت مو بدن ته دا خبردارئ ورکوي، چې تاسې د بدن ضرورت وړ اوبه نه دي څښلي. ځکه پښتورګی پښتورګي اوبو ته اړتیا لري او د اوبو په واسطه پښتورکي  توکسین له بدن څخه باسي.

۲-  د انسان پوستکی داسې جوړ شوی، چې په دوامداره توګه اوبو ته اړتیا لري. نو چېرې بدن مو وچ غوندې شو، او په مخ کې مو ګونځې ډېرې شوې دا د دې نښه ده ، چې ستاسو د بدن اوبه کمې شوي.

۳-  که مو چېرې سر درد کوه، مخکې له  دې چې  پر نونورو لاملونو یې فکر وکړئ، تر هر څه دمخه مو د خپلو اوبو څښلو ته پام وکړئ.  کله چې د انسان په بدن کي په کافي کچه اوبه نه وي نو د وينې فشار مو ټېټېږي، او په پایله کي ستاسو د سر درد سبب کېږي.

. ۴- له دې به خبر نه یاست چې ستاسو د ژر ستړې کېدو علت هم ستاسو په بدن کې د اوبو د کموالي نښه ده. ځکه د اوبو د کمي له امله زمونږ بدن په کافي کچه اوکسيجن نه شي توليدولي، نو تاسې تل د ستړیا او ستومانۍ احساس لرئ.

۵-  کله چې د انسان په بدن کې اوبه کمې شي نو انسان ته د قبض ناروغۍ پيدا کېږي. او د انسان د هاضمې سیستم کار کول یوازې په اوبو سره کېږي، که چېرته په منظمه توګه او ډېرې اوبه ونه څښئ نو په دې حالت کې به په بدن کې پاتې اوبه په بېلابېلو برخو کې غونډې شي. چې د قبض ناروغۍ اصل لامل همدا ده.

اوبه زمونږ په بدن کې نورې دا دندې لري:

۱ـ هغه زهرجن مواد چې زمونږ په بدن کې راټول شوي ويو اوبه یې له بدن څخه باسي.

۲ـ د تړمو اوبو څښل د انسان بدن ته ډېره ګټه رسوي په ځانګړې توګه زمونږ هاضمې سیستم ته.

۳- د انسان د بدن دفاعي سیستم قوي او پیاوړی کوي.

۴ـ بله خبره دا ده، چې اوبه زمونږ بدن ته انرژي وربښي.

۵ـ که په تشه معده اوبه وڅښل شي، نو زمونږ ورځينی سر درد به ښه کوي.

۶ـ زمونږ بدن له ډول ډول ناروغیو ژغوري.

نو د سالم بدن درلودلو لپاره باید په زیاته کچه اوبه وڅښو.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.