The news is by your side.

لغمان کې ۲۶ سیمه ییز پولیس مسموم شوي

خبریال وېب پاڼه/د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی وایي چې تېره شپه د دغې ولایت مرکز ته څېرمه د علیشک او علینګارو ولسوالیو په سیمه کې ۲۶ سیمه ییزو پولیسو ته په ډوډۍ کې زهر اچول شوي او مسموم شوي دي.

ښاغلی اسدالله دولت زی همداراز وایي چې د دغې پولیسو لپاره د ډوډۍ ورکولو قراردادیان نیول شوي او له تحقیقاتو وزوسته به ورسره قانوني چلند وشي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پولیسو د مسموم کولو هڅه کېږي، تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو او لرې پرتو سیمو کې له امنیتي ځواکونو سره ورته پېښې شوې دي چې په ډېری ځایونو کې یې ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

تر دې وړاندې په کندهار، هلمند، نوریستان او کندز کې هم ورته پېښې شوې دي چې درانه تلفات یې هم لرل. څو کاله مخکې د کندهار د ریګستان ولسوالۍ په امنیه قومندانۍ کې ۱۸ پولیس مسموم شوي وو. په نوریستان، هلمند او کندز کې هم ګڼ شمېر پولیس د وسلوالو مخالفینو په اشاره مسموم شوي وو.

د لغمان د والي ویاند زیاتوي چې اوس مهال د ټولو پولیسو روغتیايي حالت ښه شوی او بېرته خپلو دندو ته ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت، نړیواله ټولنه او د افغانستان په کشاله کې ښکېل اړخونه پر طالب اورپکو په وار وار غږ کړی چې د کرونا له امله په ټول هېواد کې اوربند اعلان کړي خو تر اوسه طالب اورپکو خپل بریدونه جاري ساتلي دي.

موده مخکې کې حکومت پر خپلو امنیتي ځواکونو غږ وکړ چې له یرغلیز حالت څخه دفاعي هغه ته واوړي او دا کار یې په هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په خاطر کړی ؤ. دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کونا مثبتې پېښې په ډېرېدو دي او د عامې روغتیا وزارت په ځلونو باندې ویلي چې که د دغې ناروغۍ پر وړاندې د روغتیا پالانو سپارښتنې عملي نه شي، ښایي په ټول هېواد کې تر ۸۰ سلنه هېوادوال په کورونا ناروغۍ اخته شي. په وړاندوینه کې همداراز ویل شوي وو چې تر ۱۱۰ زره د زیاتو افغانانو د وژل کېدو شونتیا هم شته ده.

په لېرې پرتو سیمو کې ډېری وخت پولیس او امنیتي ځواکونه د یو نا معلوم برخلیک له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په ځینو سیمو کې چې د طالب اورپکو حضور په کې زیات وي، ځینې قومندانان تسلیمېږي او په دې لړ کې یو شمېر پولیس له وسلوالو سره جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance