The news is by your side.

دوه ګونې لوبه، خليلزاد د کوم ويجاړوونکي پلان سره راغلی؟

خبريال ویبپاڼه- د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن له خوا پخپل ماموريت ثابت پاتې شوی زلمی خلیلزاد د جوبایډن له بريا وروسته په لومړي ځل کابل ته راغی.

خليلزاد په داسې حال کې کابل ته راغی چې په کابل کې يې چارواکو د بيا ليدو هيله نه درلوده او په تمه و چې د ډونالډ ټرمپ له ماتې وروسته به د امريکا نوی حکومت خليلزاد له دندې لرې کړي او دوی به هم نور د خليلزاد سره خدای پاماني وکړي.

د زلمي خليلزاد بيا ټاکل کېدل چې څومره د افغان حکومت د مشر لپاره څومره نا اټکله و تازه کابل ته د هغه سفر او د ولسمشر غني بای پاس کول هم همداسې د پام وړ و.

خليلزاد کابل ته راغی او سمدلاسه یې خپله لومړنۍ ليدنه د ملي پخلاينې د عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره وکړه، که څه ویل کېږي هغه به د اشرف غني سره هم وګوري خو لومړی ملاقات کې د ډاکټر عبدالله عبدالله کوربه والی ټاکل د شنونکو سره نور فکرونه رازېږوي.

شننونکي وايي چې خليلزاد او امريکا نور د اشرف غني سره پخوانۍ دلچسپي ورو ورو له لاسه ورکوي، که څه هم په کابل کې اشرف غني او ټيم خوښ دی چې امريکا د طالبانو سره خپل تړون له سره ارزوي او د افغانستان څخه خپل ځواکونه په فوری ډول نه باسي خو له بلې خوا بيا طالبان ډاډه دي چې امريکايي ځواکونه به له افغانستان څخه د تړون مطابق وزي.

خو د بلې خوا بيا په کابل کې ددوحې ليوالتيا په ختمېدو ده، د افغان حکومت خو لوړو پوړو چارواکو په پرلپسې ډول پخپلو وروستيو څرګندونو کې ويلي دي چې د دوحې تړون باندې نور باور نه لري او دوی په دې عقيده دي چې دا تړون افغانستان ته سوله نه شي راوړلی.

د حالاتو څارونکي وايي امریکا په يوه بله لاره فکر کوي او کېدی شي په دې لاره کې د افغانستان هېڅ خير نه وي، د يوې خوا امریکا په پوره ډول نه اشرف غني ته ډاډ ورکوي او نه یې ملاتړ کوي او د بلې خوا بيا د طالبانو سره پخپلو ژمنو حتمي نکوي او دننه بيا د ځینې اړخونو څخه ملاتړ کوي.

ددې ډلې شنونکو په خبره د امريکا ارادې ښې نه دي او بايد افغان مشران د هېواد د ملي ګټو او ځوریدلي ملت په خاطر د هر هغه ښه او نیت او توان څخه کارواخلي په کومه چې دننه اجماع ساتل کېږي او د طالبانو سره ورباندې په خبرو کې پرمختګ راځي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance