The news is by your side.

کابل د ټوپکمارو دوران تجربه کوي، خو وزير صيب څه وايي؟

خبريال ویبپاڼه- په ټولنيزو رسنيو کې هغه ویډیو لاس په لاس کېږي چې د کورنیو چارو وزارت ځینې لوړ رتبه چارواکي او د هغوی ساتونکي ددې وزرات د قراول اړوند پوليس بې عزته کوي، وهي او ټکوي یې.

په ویډیو کې ليدل کېږي چې د کورنیو چارو وزرات ته دننه کېدونکي موټر د تلاشۍ څخه انکار کوي او پوليس هڅه کوي ددوی تلاشي واخلي خو په دې موټرو کې سپاره د کورنیو چارو وزارت چارواکي لومړی دا پوليس ګواښي او وروسته یې په سوکانو او لغتو وهي، لژ وخت تېرېدو وروسته چې يو پوليس بيا هم مخالفت کوي چې بدون له تلاشۍ بايد موټر دننه شي همدا پوليس د ياد وزارت د لوړ رتبه چارواکي له لوري په موټر وهل کېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې په دې تړاو بېلابېل مالومات خپاره شوی او بېلابېلې ادعاوې شوې دي، د يوې ادعا په بنسټ قيس اميري چې د پېښې څخه په ترلاسه شوې ویډیو کې یې هم ذکر کېږي او د کورنیو چارو د وزرات د ارشد معين دستيار دی په مستقيم ډول د پوليسو شدت وارد کړی دی.

ددې ادعا په بنسټ په پوليسو باندې د شدت هدايت ده( اميري) د کورنيو چارو د وزارت د ارشد معين صبور قانع څخه اخيستی دی.
د کورنیو چارو وزرات ويلي دي چې په دې تړاو یې پینځه تنه پوليس له دندې لرې کړي او د تحقیقاتو لپاره امنيت ملي ته سپارل شوي دي.

خو دا مالومه نه ده چې د کورنیو چارو وزارت واقعاً هغه کس نيولی دی چې ددې کار هدايت يې ورکړی و که نه، د بلې خوا تر دې وړاندې په فساد او نورو دې ډول قضيو کې نيول شوي لوړ رتبه چارواکي يا د لوړ رتبه چارواکو اړوند کسان په همغه ورځ بېرته خوشي شوي دي‌.

په دې وروستيو کې د پوليسو له لوري د ناقانوني کړنو يوه لویه سلسله پيل شوې ده، نه یوازې چې پوليس غیرې قانوني کړنې کوي بلکې ددې وزرات لوړ رتبه چارواکي هم همدا ډول په دې کړنو کې دخيل دي.

د خلکو وهل ټکول، پخپلو کې د لوړ رتبه چارواکو له لوري د پوليسو وهل ټکول، د پوليسو له لوري په لويو لارو کې د خلکو څخه پيسې اخيستل، خلک سپکول د خلکو عزت څه لاس اچول په دې وروستيو کې د کورنيو چارو د وزرات د اړوندو کسانو له لوري خپل اوج ته رسیدلي دي.

د چارو ماهران وايي چې د کورنیو چارو وزارت کې روان ناورين د حکومت بنسټ له منځه وړي او د يو خطرناک سرطان شکل يې نيولي دی، ماهران وايي که په دې وزارت کې اصلاحات رانشي نو لرې نده چې د خلکو پاتې ناچیز باور به هم حکومت له لاسه ورکړي.

د کورنیو چارو وزير پخپلو نويو څرګندونو کې وايی چې ژر ده چې طالبانو ته به شکست ورکړي، پخپله د کورنیو چارو د وزرات دننه د مدیریت څخه عاجز وزير، د پوليسو له لوري د خلکو سره د شدت په مخنیوي کې عاجز وزير خپل ټول کار پرېښی او وايی چې په شلو کلونو کې نه مات شوي طالبان به دی ډېر ژر مات کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.