The news is by your side.

ننګرهار کې د نکلي لوښو تولید د پاکستاني تولید مخه نیولې

خبریال وېب پاڼه/ د ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ دو سرکې سیمه کې د نکلي لوښو یو تولیدي فابریکه 40 ډوله نکلي لوښې تولیدوي چې په دې توګه یې د پاکستاني نکلي تولیداتو مخه نیولې.

د یادې فابریکې مسؤول خان ولي وایي په فابریکه یې 90 زره امریکایي ډالر پانګونه کړې او له شاوخوا پنځه کالونو راهیسې په فعالیت پیل کړی دی چې 25 تنه ورسره په فني او غیر فني توګه په کار بوخت دي.

نوموړی زیاتوي چې چې پخوا به دا لوښي په ډېره سخته له پاکستان را واردېدل خو اوس له نېکه مرغه دا لوښي دلته تولیدیږي او د ننګرهار د 22 ولسوالیو په ګډون کونړ، لغمان، کابل، خوست، غزني او نورو ولایتونو ته هم خپل تولیدات صادروي.

دا فابریکه په 24 ساعتونو کې د 200 کیلو ګرامه خامو موادو نه 40 ډوله وسایل او لوښي تولیدوي.

د یادې فابریکي مسؤول خان ولي امنیتي او برېښنایي ستونزې، د خامو موادو نشتوالی او د یو سم او مناسب ځای نشتوالی د ستونزو په توګه یادوي.

یادې فابریکه کې پر کار بوخت کاریګر وایي خوشاله دي چې په خپل هېواد دننه یې کار او کسب زده کړ او دلته په فابریکه کې په خپل لاس لوښي تولیدوي او له دې لارې کورنۍ او بچو ته حلاله روزي ګټي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ خونه وایي د نکلي لوښو د تولید په برخه کې له هم ډېره اړتیا شته او د دې اړتیا د پوره کولو لپاره په راتلونکي کې د نورو فابریکو د جوړولو یادونه کوي.

خلک پر دې باور دي که جګړه او نا امني ختمه شي په هېواد کې به د دا ډول فابریکو د جوړېدو او د بې روزګارۍ د ختمېدلو زمینه برابره شي او په کور دننه د خپلو تولیداتو شاهدان وي.

ننګرهار کې یو شمېر نورې فابریکې هم شته چې د دېګ بخارونو یا نورو اړتیا وړ پخلي توکو د تولید برخه کې کار کوي او تولیدات یې د سیمې هېوادونو ته هم صادریږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.