The news is by your side.

د والیانو او ښاروالانو په ټاکلو کې د محمود فضلي ونډه!

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د سیمه ییزو ارګانونو اداره یو مستقل بودجوي واحد دی او په اساسي قانون کې لکه څرنګه چې له نامه یې ښکاري ځانګړي صلاحیتونه او واکونه ورکړل شوي، خو دا سي‌راپورونه دي چې د ارګ مېشتو او په ځانګړي ډول د چارو د ادارې د رئيس فضل محمود فضلي لخوا د واک د انحصار په لړ کې دغې ادارې هم د ازادۍ له اړخه خپل حیثیت بایللی دی.

د سیمه ایزه ارګانونو چارواکي وايي چې دغې ادارې ته یوازې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره «نوم» ورکړل شوی او نور مطلق ناخپلواکه اداره ده، ځکه د مستقل بودجوي واحد په توګه کوم صلاحیتونه چې باید ولري، هغه نه لري او د ارګ لخوا کنټرولېږي.

د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې تشکیل تر نورو ګڼو ادارو زیات او د مالي پلوه ځواکمنه اداره ده، ځکه د څلور دېرشو ولایتونووالیان، د والیانو مرستیالان، ښاروالان، ولسوالان او یو شمېر رییسان د قانون له لحاظه د دوی په واک کې دي، دوی یې د ولسمشر ته وړاندیز کوي او د هغه لخوا منظورېږي، خو اوس یې اختیار اداره امور په لاس کې اخیستی دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې یوه چارواکي چې دلته یې له نوم اخیستو ډډه کوو، خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې دا ومنله چې د محلي ارګانونو اداره د تصمیم نیونې صلاحیت نه لري او یوازې د (خپلواک) نوم ورپاتې دی.

هغه وویل، چې دوی ته د دې ادارې اړوند چارواکو د مقررۍ پر مهال یوازې د ولسمشر غني لخوا د منظور شوي مکتوب کاپي لېږل کېږي او دوی یې اعلانوي، نور ټوله پروسه د محمود فضلي له لوري پرمخ وړل کېږي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې ادارې اړوند چارواکي د چارو د ادارې رئیس سره د یوې معاملې له مخې ټاکل کېږي او بیا ولسمشر غني ته وړاندې کېږي، چې منظور یې کړي.

د سیاسي چارو شنونکي او د کابل پوهنتون د حقوقو پوهنځي مخکېني استاد احمد سعیدي خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د چارو د ادارې لخوا په بېلابېلو وزارتونو او ادارو کې وظیفوي تداخل د قانون خلاف عمل وباله  او د نیوکې په ډول یې وویل، چې په اوس وخت کې افغانستان څلور جمهوررئیسان لري، چې پخپله غني، رولا غني، محمود فضلي او حمدالله محب دي.

هغه زیاته کړه:(( په اوسني حکومت کې ۹۰ سلنه اساسي قانون تر پښو لاندې شوی، ځکه دوی ته د قانون تطبیق مهم نه دی او جمهوري ریاست یې په یوه ټیم بدل کړی، که چېرې کوم چارواکی د دوی د ټیم اړوند و، صلاحیت او واک هر څه ورکول کېږي، خو که د ټیم کس یې نه و، بیا که سم کار هم وکړي، له غلط ګڼل کېږي، دوی ته یوازې دا مهمه ده چې کوم څوک باید خوښ او څوک باید خپله شي، همدا ده چې د وظیفوي تداخل او د چارواکو د بې واکه کولو له امله ورځ تر بلې دولتي دستګاه مخ په ځوړ روانه ده.))

په ولسي جرګه کې لوګر د خلکو استازي شاه پور حسنزوی هم خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د سیمه ییزو ارګانونو اداره یوه ناخپلواکه اداره وبلله او په وینا یې، د چارو د ادارې لخوا د قانون خلاف د یادې ادارې صلاحیتونه سلب شوي دي.

هغه زیاته کړه، یوازې د سیمه ییزو ارګانونو اداره نه ده، بلکې د ټولو وزارتونو او خپلواکو ادارو واک د ارګ لخوا انحصار شوی او په خبره یې، د دې کار په مرسته ارګ مېشتو یو داسې سیستماتیک فساد ته زمینه برابره کړې، چې له یوې خوا یې چارواکي بې صلاحیته کړي او له بلې خوا که چېرې د دوی غیر قانوني غوښتنې ونه مني، په هره ورځ یې له دندې لیري کوي.

که څه هم د اداره امور د مشر محمود فضلي ‌له لوري‌ وړانديې تر دې پر ځان لګول شوي ‌تورونه رد شوي ‌دي؛ ‌خو وروستیو موضوعاتو لا تر اوسه دوی غبرګون نه دی ښودلی.‌

  د شنونکو په باور د محلي ارګانونو په اداره کې وظیفوي تداخل، د ادارې د صلاحیتونو نه مشخصول، د دندو د کړنلارې خلاف د چارو پرمخ بیول او د واک انحصار د ولسمشر غني په دوره کې د سیمه ییزې حکومتولۍ ملا ماته کړې.

دوی وايي، د ارګ د دې ناقانونه کار له امله نه یوازې محلي ادارې نه دي پیاوړې شوې بلکې د والیانو، د والیانو د مرستیالانو، ښاروالانو او ولسوالانو لخوا د چارو ادارې او د مرکزي ادارې نورو چارواکو ته میاشتني قلنګ ورکولو پراخ فساد ته زمینه مساعده کړې، ځکه ولایتي چارواکي د خپل معاش څو چنده هره میاشت په مرکز کې قلنګونه وېشي او مجبور دي چې د فساد له لارې یې پيدا کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.