The news is by your side.

د پنجاب اداره يوځل بيا د منظور پښتين د نيولو هڅه کوي.

خبريال وېبپاڼه: خبريال وېبپاڼې ته داسي شواهد رسيدلي چې  د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين چې د شهيد اسد خان اچکزې فاتحې لپاره چمن ته تللی وه په لاره کې ورته د پنجابي مليشو له لورې موانع اېښودل شوي وي.

د پنجاب ادارې غوښتل چې مشر منظور پښتين ونيسي، خو د سيمې خلکو په زيات شمير پښتانه ځوانان ورسره مل وه او يو لوې کاروان يې جوړ کړی وه.

دغو غيرتي پښتنو ځوانانو د پنجاب ادارې مليشي پرې نه ښودي چې مشر منظور پښتين ونيسي.

د پنجاب ادارې څو څو ځله هڅه کړي او لا هم هڅه کوي چې د پښتنو غيرتي مشر منظور پښتين ونيسي، او د پښتون ژغورني غږ غلی کړي.

په پاکستان کې هغه بې ضميره او بې وجدانه پښتانه چې د پنجاب ادارې غلامان ګرځيدلي هغوي هم د ريښتني پښتنو په وړاندې بغاوت کوي.

دغه غلام او خرڅ شوي پښتانه د پنجاب ادارې سره د پښتون غيرتي مشرانو په نيولو کې مرسته کوي.

ويل کيږي چې د مشر منظور خبر د پنجاب ادارې ته هم همدغه بي وجدانه پښتنو ورکړی وه او د پنجاب مليشي په لاره کې د مشر د نيولو لپاره موانع لګولي وي.

خو، د پنجاب مليشي د غيرتي پښتنو ځوانانو له کلک مقاومت سره مخ شوي او د خپل مشر څخه يې په کلکه دفاع وکړه او هغوي يې پرې نه ښودل چې مشر منظور پښتين ونيسي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پنجاب اداره د منظور پښتين د نيولو هڅه کوي بلکې پخوا هم څو ځله مشر منظور پښتين د پنجابي مليشو له لورې نيول شوی هم دی.

خو بيا بيرته د وېښ پښتنو په هلو ځلو بيرته له زندان او پنجاب ادارې څخه خلاص شوی.

پنجاب اداره بايد پښتون ته خپله ازادې ورکړي، د پښتون ژغورني غږ به تر هغه دوام ولري ترڅو چې مظلومو پښتونو د پنجاب ظالمې ادارې څخه خپله ازادې نه وي اخيستي

د پنجاب ادارې د پاکستان په هغه پښتنو سيمو کې تاوتريخوالی زيات کړی چې د پنجاب ظالمې ادارې د ظلمونو څخه په تنګ راغلي او دوي یې د پنجاب ادارې په وړاندې خپل غږ پورته کړی.

بلخوا د پښتنو بل غيرتي مشر علی وزير هم د پنجاب ادارې له لورې نيول شوی او اوس هم د نا معلوم علت له وجهې د پنجاب په زندانونو کې ساتل کيږي.

د پنجاب اداره په يوه نه په يو بهانه د پښتون وژني او پښتون ځورنوي پسې راخيستي ده.

د پنجاب مليشي په جنوبي وزيرستان کې هم د پښتون وژني په پلانونو کار کوي او په يوه او بله بهانه په جنوبي وزيرستان کې د پښتنو په سيمو عمليات کوي، او بي ګناه پښتانه وژني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.