د ټوپکیانو دوهمه دوره! يو بل «علي پور» په سالنګ کې
خبريال وېبپاڼه- د فواید عامې وزارت د یوه وسله وال مامور داسي اسناد تر لاسه شوي چې له کلونو په ناقانونه توګه د وسله والو په مټ پر یوه څوکۍ ناست او په پراخ فساد تورن دی.
د خبریال وېبپاڼې ترلاسه کړي اسناد ښيي چې عبدالبشیر افغانزوی په ۱۳۹۷ کال په دایکنډي ولایت کې د فوایدعامې ریاست د امرمالي په حیث مقرر شوی خو د وسله والو په مټ د سالنګونو ریاست کوي. د سالنګونو ریاست چې د فواید عامه وزارت یو له مهمو ریاستونو شمېرل کېږي؛ په ناقانونه توګه یوه کس قبضه کړی دی.
خبریال وېبپاڼې داسي غږیز کلیپ تر لاسه کړی چې د سالنګونو د ریاست قابض د دایکنډي ولایت د فواید عامه ریاست امرمالي عبدالبشیر افغانزوی وايي چې ریاست د وسله والو په مټ کوي او په حکومت کې څوک د لیري کېدو توان نه لري.
هغه غږ چې خبریال وېبپاڼې تلاسه کړی ښيي چې نوموړی له سالنګونو ریاست نه د لیري کېدو په صورت کې (۵۰) وسله وال را باسياو دده په وینا داسي کړنه به کوي چې افغانستان ولړزوي.
موږ هڅه وکړه چې د فواید عامې وزارت غبرګون تر لاسه کړو؛ خو ونه توانېدو.
په دې وروستيو کې د خپل سرو وسله والو ډلو له حکومت څخه سر اخیستی دی او په ټول هېواد کې یې د خلکو ځورول او د حکومت ننګول پيل کړی حکومت یې تل په وړاندې د کوم کلک دریځ نه دی نيولی.
خبریال ادارې له متعلقه امنیتيارګانونو سره هم ددغه وسله وال زورواکي ګواښ شریک کړ؛ خو داسي ښکاري چې لا هم افغان امنیتي ادارو د دوهم او نوي علي علي پور په تړاو تصمیم نه دی نیولی.
په افغانستان چې اوس تر بل هروخت د ټوپکسالارۍ پر لور په چټکي روان دی ضرورت لري چې د لویو او وړو ټوپکسالارانو مخه ډب شي.
د خبریال وېبباڼې معلومات ښيي چې ناقانونه وسله وال عبدالبشیر افغانزوی په لوی لاس په بیلا بیلو وختونو کې د سالنګ لویه لاره بنده کړې او ګڼ موټر چلونکيیې ځورولي دي.
سالنګ لویه لاره چې د افغانستان لپآره د ملا د تیر اهمیت لري تر ډېره دافغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبه وي؛ او که چېرته افغان حکومت ژر او پروخت ددې ټوپک سالار مخه ډب نه کړي؛ لیرينه ده چې افغانستان به د سیاسياو اقتصادي بې ثباتي پرلور یو بل ګام مخته لاړ شي.
د چارو شننونکي وايي چې افغان حکومت هر وخت د ډېرو ناچيزو غيرې مسله وسله والو سره معاملې وکړې او هغوی یې لوی معرفي کړل اوس نو هرڅوک چې يوه دوه لنډغر لري حکومت ننکوي او ځانته حکومت اعلانوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.