طالبان تر پخوا خونړي شوي؛ په اسانۍ وسله نه ږدي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې وسله والو طالبانو له امریکا سره د دوحې تړون پر اساس د توقع خلاف امتیازات ترلاسه کړل، خو اوس بیا امریکا ته کوته‌څنډي چې له تړونه د سرغړونو د دوام په صورت کې به بېسارې جګړې ته مخه کړي.

پرون د طالبانو د دقطر دفتر غړي انس حقاني په یوه ټویت کې وویل، چې دوی اوس په نوې او عصري ټکنالوژۍ، ډرون الوتکو او توغندیو سمبال شوي او که یې له سره جګړه پیل کړه، داسې خونړی جنګ به وکړي، چې ساری به یې نه لیدل کېږي.

ده د نوې جګړې د پیل لامل په غیر مستقیمه توګه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون ماتول یاد کړي دي.

د طالبانو د یاد دریځ له اعلانولو وروسته لاس انجلس ټایمز ورځپانې په خپل تازه مطلب کې ویلي چې طالبانو خپل دریځ روښانه کړ او هدف یې دا دی چې که د سولې پروسې سر وخوړ، نو دوی به خونړۍ جګړه پيل کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د سولې پروسې سره همماله دا ډول څرګندونې سولې ته د افغانانو ناچیزه پیدا شوې هیلې خاورې کوي او داښيي چې طالبان په اسانه وسله پر ځمکه نه ږدي، ځکه دوی اوس د سیاسي موقف ترڅنګ نظامي قدرت ته رسېدلي او تر پخوا خونړي شوي.

سرچینه د طالبانو د پیاوړتیا دلایل او د جګړې د پيل په اړه د دا ډول اخطارونو د ورکول دلیل د دوحې د هوکړې له لارې د خلیزاد لخوا دې ډلې ته د زیاتو امتیازونو ورکړه بولي او وايي چې د دې چارې له امله په لوی لاس هوکړه زیانمه شوه.

سرچینه وړاندې کاږي، چې طالبانو د هوکړې خلاف نه یوازې اوربند ونه کړ، بلکې جګړه یې لا پسې خونړۍ کړه او ډېرې ژمنې وې چې عمل یې نه دی پر کړی، نو د دغې هوکړې د زیانمنېدو مسوول هم پخپله طالبان دي ځکه چې په ډېره بې پروایي یې له هوکړې سرغړونو ته دوام ورکړ.

بل خوا تازه زلمي خلیلزاد د سولې لپاره خپل نوی سفر پیل او کابل ته راورسېد، چې وروسته به د سیمې څو نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي.

هلته د طالبانو ناهیلې کوونکې څرګندونې او دلته د خلیلزاد سفر ډول ډول پوښتنې پيدا کوي چې د سولې پروسه اخر په کومه خوا روانه ده؛ خو وخت به د هر څه ځواب ووايي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More