د سولې کوتره؟ بیا را والوته؛ افغانانو ته به څه زېری ولري؟
خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا په سفر راوتی او غواړي د سولې بین الافغاني خبرو د پرمختګ لپاره د افغانستان په شمول د سیمې هېوادنو له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
خلیلزاد د دې سفر په لړ کې نن سهار کابل ته را رسېدلی او د ملي روغې جوړې مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره د عبدالله عبدالله سره یې د سولې بهیر، د دوحې مذاکراتو، د امریکا او طالبانو د دوحې تړون ته د امریکا د بیا کتنې، راتلوونکو پړاونو او ځينو نورو اړوند مسائلو په اړه خبرې کړي دي.
د معلوماتو له مخې، خلیلزاد به دوحې او اسلاماباد او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سر ورښکاره کړي او د سولې په اړه به د یادو هېوادونو چارواکو سره خبرې وکړي.
د جوبایډن تر واکمني وروسته د سولې په تړاو دا د خلیلزاد لومړنی سفر دی، چې د سولې د پرمختګونو هیله یې ښودلې، هغه پرمختګونه چې تر اوسه نه دي محسوس شوي.
هلته بیا پرون د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون کالیزه وه او طالبانو کوته وڅنډله چې که چېرې دغه تړون عملي نه شي نو دوی تر بل هر وخت په ټکنالوژي سمبال شوي او داسې جګړه به پیل کړي، چې تصور یې هم ناشونی وي.
خو حکومت ویلي و چې د وحې له تړونه یې زړه شین دی، ځکه افغانانو ته یې داسې څه نه درلودل چې زړه یې شوی وای، بلکې برعکس یې د ژوند ترخې تجربې په دې موده کې تېرې کړې او طالبان باید سوله وکړي، که نه سخت به وځپل شي.
په هېواد کې بیا د ملکي تلفاتو زیاتوالی، چاودنې، د بېلابېلو اشخاصو ترور، د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې زیاتېدل او حتا د وسلهوالو له لوري په کندهار، ارزګان، زابل او نورو ولایتونو کې ډله ییزې حملې ورځ تر بلې شدت اخلي.
خو دا چې د خلیلزاد دا وروستۍ سفر به د دغه بد وضعیت په کابو کولو کې څه ونډه ولري، معما بلل کېږي او هیڅ قضاوت نه شي کېدای، ځکه د جګړې دا اور په کمولو کې د خلیلزاد تېرو سفرونو چندان اغېز نه درلود.
په هرحال سیمې ته د خلیلزاد دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د ځنډ وروسته د سولې خبرې بیا پیل شوې او داسې ګنګوسې دي چې ښايي ژر د سولې برخه کې جدي تصمیمونه ونیول شي.
که څه هم د خلیلزاد تېر سفرونه بې محتوا او تکراري وو او د افغانانو د خوندیتوب لپاره یې خاص زېری نه درلود، خو د بایډن تر واکمني وروسته دې سفر ته افغانان هیله مند دي او هیله ښيي چې د سولې کوتره؟ خلیلزاد به د بایډن د لارښوونو په اساس د سولې خبرو کې پرمختګ رامنځته او د طالب یاغي او باغي ډله به اوربند او د تاوتریخوالي کمښت ته راضي کړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.