The news is by your side.

غزني کې د پوليسو زړه ماتوونکی شکايت

خبريال وېبپاڼه- په غزني ولايت کې مېشت پوليس شکایت کوي چې اوه مياشتې کېږي چې معاش يې نه دی ورکړل شوی او د سنت ځورونکي حالت سره مخ دي.

سرتېري وايی چې نه يوازې د اوو مياشتو معاش او تنخوا یې نه ده ورکړل شوې بلکې ددوی ځینې معاشونه يې بېخي سوځېدلي دي.

په دغه ولايت کې پوليس شکایت کوي چې د يوې خوا دوی په سخته جکړه بوخت دي او د‌ بلې خوا حکومت ددوی معاش نه ورکوي او هم دوی هم یې کورنۍ له ستونزو سره مخ کوي، دغلته پوليس وايې چې ددوی مورال ددې سره ضيف کېږي چې په میاشتو میاشتو معاش وانخلي او د شاه ورپسې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو چیغه وي.

د پوليسو يوه قومندان هم په غزني کې له دې ستونزې سره وټکاوه او‌ ویې ویل چې اوه مياشتې کېږي چې خپل کور ته یې يوه افغانۍ نه ده لېږلې، دی وايی کورنۍ يې پيسو ته اړتيا لري، دی دلته هره ورځ په جګړه کې وی خو حکومت بيا هم پوره اوه مياشتې کېږي چې ددوی معاش نه دی ورکړی.

د پوليسو يوه بل غړي وويل چې د ۴۶۰ پوليسو معاشونه نه دي ورکول شوي، دوی په با بار ځایی چارواکو ته خپل شکایت وړاندې کړی دی خو هغوی ورته ويلي چې حل به شی حال دا چې اوه مياشتې ووتې حل نشو او ددوی معاشات ورنکړل شول.

یوازې غزنی نه دي چې دا ډول ستونزې پکې دي، بلکې د نورو ولايتونو پولیس هم له موجودې ستونزې څخه سرټکوي او وایې چې د يوې خوا دوی په جګړه کې وي د بلې خوا یې کورنۍ احتیاج وي چې دا هرڅه ددوی مورال ختموي.

د هلمند ولايت څخه هم يوې سرچېنې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې په دغه ولايت کې هم دا ستونزه عامه ده او معاشونه په وخت نه ورکول کېږي، دغه سرچينې وويل چې د ۶۴۰ پوليسو معاشونه د مسولینو د غفلت له وجې وسوځول سول.

د چارو شننونکي وايي چې د کورنیو چارو وزرات او نور مسول بنسټونه بايد دې ستونزې ته په وخت رسیده ګي وکړي که نه دا حالت به ددې سبب شي چې په پوليسو کې موجود نسبي نظم هم له منځه ولاړ شي او د جلب جذب پروسه هم له خنډ سره مخ شي.

په هېواد کې د روان حالت څاروونکي وايی چې د کورنیو چارو وزير باید د پوليسو ستونزې واوری پولیس د جګړې په لومړی کرښه کې دي او مسولین دومره هم نکوي چې په خپلو ارامو کورونو او دفترونو کې دومره تکليف وکړي چې د پوليسو د معاشونو د ځنډ مخه ونیسي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.