The news is by your side.

ټرمپ، غواړم د ۲۰۲۴ز کال ټاکنو ته نوماند شم

خبريال وېبپاڼه: د امريکا پخوانی ولسمشر د امريکا د فلوريډا اورلانډو ښار کې يوې خبرې غونډې ته ويلي، ( اراده لرم چې د ۲۰۲۴ز کال کې يوځل بيا ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړم).

هغه دې خبرو ته په اشاره ويلي، د ۲۰۱۶ز کال پيل کړی سفر يې لا پای ته نه دی رسیدلی، او د خپل سفر پای ته رسولو لپاره غواړې يوځل بيا په ۲۰۲۴ز کال کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماند کړي.

ډونالډ ټرمپ پسې داسي ګونګسې هم وي، چې ګواکی هغه د جمهوريت پاله ګوند د وتلو وروسته د يو نوې ګوند د جوړولو هوډ لري.

ټرمپ تر سپيني ماڼۍ د وتلو وروسته دا ګونګسې هم رد کړي او ويلي يې دي چې د نوې ګوند د جوړولو هوډ نه لري.

ډونالډ ټرمپ د امريکا په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې له جوبايډن ماتې وخوړه او جوبايډن د هغه ځايناستي په توګه د امريکا نوی ولسمشر وټاکل شو.

که هم ډونالډ ټرمپ په ټاکنو کې خپله ماتې نه منله او د درغلۍ خبره يې کوله خو، ټرمپ داسي شواهد نه لرل چې په ټاکنو کې درغلې په ثبوت ورسوي.

همدې سره ټرمپ د سختو نيوکو سره مخ شو، او د ټرمپ د ولسمشرۍ دوره په امريکا کې د تاوتريخوالي ډکه دوره بلل کيږي.

د ټرمپ پلويانو په امريکا ې په تاوتريخوالي لاس پورې کړ او سختو لاريونو ترڅنګ يې د جوبايډن پرضد د امريکا په کانګرس بريد هم وکړ او د امريکا کانګرس يې ونيوه.

خو، د امريکا پوليسو بيرته د امريکا کانګرس د ټرمپ له پلويانو خالې کړ او د ټرمپ ډيری شمير پلويان پکې هم ونيول شول.

ددې ترڅنګ ټويټر هم د امريکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ حساب د تل لپاره بند کړو.

د ټويټر مشر د ټرمپ ټويټونه په امريکا کې د تاوتريخوالي د رامنځته کیدو سبب ګڼلی وه نو له همدې کبله يې د هغه د ټويټر حساب د تل لپاره بند کړ.

بلخوا د ټرمپ ټويټونو د امريکا خلک هم ډير خواشيني کول چې د ټويټر مشر خپله دا پريکړه د امريکا د خلکو په ګټه بللي وه.

د ټرمپ د ټويټر حساب د بنديدو وروسته ټرمپ هم ويلي وه چې په هيڅ صورت به بيرته ټويټر ته ستون نه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.