د سپایډر مین نوی فلم

خبریال ویبپاڼه/ د سوني پیکچرز کمپني له لوري د سوپر هیرو، سپایډر مین ۳ فلم تمه ده چې کورته لاره نسته په نوم پر سېنما خپور او تر خلکو ورسیږي
د فلمونو دې غوره کمينۍ سوني پیکچرز ویلي چې د سپایډر مین د فلمونو ټولګه به یوازي پر سینما خپریږي او بل ځای به د خپراوي اجازه نلري، د دې کمپنۍ د مالوماتو له مخې د سپایډر درې فلم د خپراوي نېټه د روان زیږدیز کال د ډسمبر میاشتي ۲۶ اعلان کړې چې په دې نېټه به دا نوی او په زړه پوري فلم تر لیدونکو ورسیږي د هالیوډ مشهوره ستوری ټام هالینډ، بینیډیټ کامبربچ ، جیمي فاکس او زندیا، د دې فلم له مرکزي او مهمو لوبغاړو څخه دي چې په دې فلم کې اداکاري کړې ده.
په فلم کې د ډاکټر سټرینګ رول په سپایډر مین کې د ټوني سټارک (رابرټ ډاوني جونیر لخوا لوبیدلیو سره ورته دی، او همدارنګه اونیک فیوري د سیمال ایل جکسن پر ځای د پیټ پارکر په توګه په سپایدر درې فلم کې لوبیږي.
تر دې وړاندې د سپاریډر درې فلم کې انډریوګیرفیلډ او ټوبي مګوییر د شتون او اداکارۍ اوازې هم وې چې ښايي په دې فلم کې ولوبیږي خو دا اوازې د هالینډلخوا رد سوې او ویې ویل چې دوی ورسره دې فلم کې شتون نلري.
د دې غوره فلم چې د ډسمبر میاشت کې به خپور سي ډاکریټر يې جان واټس دی او په کښې لوبیدونکي لوبغاړي هم خورا مشهوره دي ډیره کله د هالیوډ د لړیو فلمونو ته کتوونکي خورا خوشحاله وي.
د سپایډر مین د فلمونو وروستۍ برخه د ۲۰۱۹ زیږددیزکال د جولای میاشت کې چې نوم يې سپایډر مین له کوره لیري په نوم خپره سوه او په ۲۰۲۰ کال کې ښايي د کرونايي قرنطینونو له کبله د دوی د ډلې هیڅ فلم نه وي خپور سوی، د سپایډر فلم په ۲۰۱۹ کال کې د نړیوال پیر ۱میلیارد او ۱۲۹ میلیونه ډالر وګټل چې د نړۍ د تر ټولو لوړو پیسو ګټوونکو فلمونو په کتار کې راغلی وو.
د سپایډر مین هیڅ کورته لاره نسته، په نوم د دې فلم د تولید او فلمبردارۍ کارونه اوس په اتلانټاکې پیل سوي او تمه کیږي چې تر راتلوونکي مارچ میاشت کې يې ټولې چارې بشپړې سي.