The news is by your side.

ټرمپ د ۲۰۲۴ ټاکنو ته بیا ځان نوماندوي

خبریال ویبپاڼه/  د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه تر وتلو وروسته په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د بل ګوند د جوړولو هوډ نلري اما یوځل بیا به ځان نوماند کړي.

ښاغلي ټرمپ په فلوریډا کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې هغه ګنګوسې چې ګواکي بل ګوند جوړوي رد کړې او زیاته يې کړه چې په سیاست کې پاتیږي او یو ځل بیا ځان د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوماندوي.

د امریکا نور ولسمشران چې کله له ولسمشري پاتي  کیږي  نو بیا سیاست څنډې ته پریږدي او خپل ځان په بل څه مشغولوي خو ډونالډ ټرمپ سیاست پرې نه ښود.

د نوموړي په خبره په خپل جمهوري پال ګوند کې خوښ دی او د دې ګوند د منسجم او یوالي لپاره به هڅه او کوښښ وکړي هغه ښايي له همدې ګوند څخه بیا نوماند سي.

داسې ښکاري  چې ډونالډ ټرمپ لاهم په جمهوري پال ګوند کې پراخ حضور لري ځکه د محافظه کارو په دې کنفرانس کې د نوموړي شتون د همدې شاهدې ورکړې.

کله چې ډونالډ ټرمپ د دریځ پر سټېج ښکاره سو نو د خپلو مینوالو او خلکو له لوري له تود هرکلی سره مخ سو، هغه وویل کوم سفر چې موږ ۴ کاله وړاندې په ۲۰۱۶ کال کې یوځای پیل کړی وو، پای ته نه دی رسیدلی.

هغه وویل نن د راتلوونکي په هکله خبرې کوو، او زموږ د ګوند راتلوونکي پسې د خپل هېواد راتلوونکی تړو.

ډونالډ ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر خو د ولسمشرۍ دوره يې ټوله په عجایبو تیره کړه د امریکا ډیر کم ولسمشران له خپلې لومړۍ دورې وروسته پر کور سوي چې یو یې هم ډونالډ ټرمپ وو.

د ۲۰۲۰ کال ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ برحاله ولسمشر او جو بایډن ورسره د ډیموکراټانو له ګوند څخه نوماند سو چې ويې سوای کړای ټرمپ ته په ماتې ورکولو سره د امریکا ۴۶ ولسمشر سي.

ټرمپ په خپله ولسمشرۍ کې د سنا له لوري دوه ځله استیضاح سو چې وروستۍ استیضاح د نوموړي له واکمنۍ وروسته هم وغځیده خو محکمې نوموړی برات ورکړ.

دا چې په راتلوونکي ۲۰۲۴ کال کې به ټرمپ ته امریکایان رایه ورکړي کنه جمهوریت پال ګوند به دی نوماند کړي که نه دا به راتلوونکی ځواب کړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.