The news is by your side.

د تړون د مبارکۍ پوښتنې طالب وياند لار ورکی کړ

خبريال وېبپاڼه- پرون د طالبانو او د امريکا د‌ متحده ايالاتو ترمنځ د دوحې د تړون يو کال پوره شو او دوی یې د‌ کليزې په مناسبت يوه کوچنۍ غونډه او خبرپاڼه هم خپره‌ کړه.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ددوحې تړون مبارکي ټول افغان ملت وويله او دا يې د افغانستان خلکو ته یو ویاړ وباله مې بالاخره امریکا مجبوره شوه چې د خبرو مېز ته راشي او په رضا دا ومني کې افغانستان به پریږدي.

که سړی د طالبانو له عینکو ورته وګوري او ورسره ويې مني چې سمه ده بالاخره تاسې امريکايان مجبوره کړه چې ستاسې خبرې وکړي او د افغانستان د ترک اراده وکړي او بلاخره دا‌ ومني چې په دومره وخت کې به له افغانستان څخه وزي، خو پوښتنه داده چې تاسې ددې توافقنامې له پيل وروسته تر ننه پورې څه وکړل؟

ددې تړون مېوه افغانانو ته څه ده چې تاسې يې ورکوئ، همدغه پوښتنه د طالبانو د سياسي دفتر له وياند څخه د افغانستان د یوه خصوصي تلويزيون خبريال وکړه.

چې ددې تړون وروسته د امريکايانو مرګ ژوبله صبر ته ښکته شوه خو همدا تېر کال تر اته زرو پورې افغانانو خپل ژوند د لاسه ورکړ، نو ايا پکار نه وه چې دا مبارکي یوازې امريکايانو ته ورکړل شي؟

ددې پوښتنې په وړاندې طالب وياند نېغ ځواب نه درلود، ده وويل چې دوی جګړه کمه کړې ده او د ځینو پېښو مسولیت یې حکومت ته راجع کړ.

خو د حيرانۍ ځای دادی چې طالبان وايي جګړه یې کمه کړې ده، که څه په لویو ښارونو کې به ريښتيا هم بریدونه کم وي نو په اطراف کې بيا دوی د‌جګړې شدت ته زور ورکړی دی.

همدا اوس د ډېرو ولایتونو په ولسواليو قدم‌ په قدم د امنيتي ځواکونو په پوستو باندې جګړه روانه ده، طالبان هغه پوستې غواړي لرې کړي مې له پخوا هلته وې او ددوحې د تړون وروسته هم نه دي جوړې شوې.

حقيقت دادی چې ددې تړون ګټه امريکايانو ته ورسیده او افغانان همغسې اوس هم د وینو په سېلاب کې ډوب دي، ښه به دا وي چې طالبان د خپل تړون لپاره امريکايانو ته مبارکي ورکړي او هغوی سره په‌ ګډه د خوښۍ محفلونه ونيسي.

ليکوال: تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.