د غني ټوپکسالاره دوره؛ د میراثي چوکیو فرهنګ اوس هم عام دی
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د ولسمشر غني په دوره کې د هېواد په شمال، جنوب، شرق او غرب کې یو شمېر زورواکي او پخواني ټوپکیان وځپل شول، خو بیا هم د میراثي چوکیو فرهنګ عام دی او حکومت یې د مخنیوي په چاره کې پاتې راغلی دی.
په دغو چوکیو، چې اکثره یې کلیدي بستونه او د عوایدو سرچینې دي، د پخوانیو ټوپکیانو زامن، زورواکي او د اوسنیو چارواکو نژدې کسان ګمارل شوي دي او د فساد یوه منظمه کړۍ یې رامنځته کړې ده.
د میراثي چوکیو او د ټوپک په زور د موقف ساتلو تازه بېلګه د فواید عامې وزارت یو عادي مامور دی، چې په پراخ فساد هم تورن دی او د ټوپک په زور په څوکۍ ساتي.
د خبریال وېبپاڼې د تېرې ورځې د راپور له مخې، یاد مامور عبدالبشیر افغانزوی نومېږي او په ۱۳۹۷ کال په دایکنډي ولایت کې د فوایدعامې ریاست د امرمالي په حیث مقرر شوی؛ خو اوس د ټوپک په زور د سالنګونو ریاست کوي.
خبریال وېبپاڼې له یاد راپور سره یو ځای د عبدالبشیز افغانزوی غږ هم نشر کړی چې پکې وايي، چې د زور په مټ ریاست کوي او که څوک یې د لیرې کېدو هڅه وکړي، نو پنځوس وسله وال راباسي او تاریخې کارنامه پرېږدي.
حکومت باید د میراثي چوکیو فرهنګ نور ختم کړي او دا یقیني کړي چې حکومتي موقفونه میراثي نه دي، بلکې د ازاد رقابت او رڼې پروسې له مخې به کس مقررېږي او بېرته به د اصولو پر اساس ګوښه کېږي.
یو مامور چې کله مقررېږي او د مقررۍ پر مهال دا مني چې د ټاکل کېدو صلاحیت یې د اړوندې ادارې، ولسمشر یا اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون دی، نو د ګوښه کېدو پر مهال هم باید د امر تابع واوسي، دا نه چې د ګوښه کېدو پر مهال دې د ټوپک په ژبه اخطار ورکوي.
داسې نه کېږي، چې هم به حکومت کې کار کوې او هم به د حکومت سرسخته مخالف یې او حتی د حکومت امکانات به بېرته د حکومت خلاف کاروې، ځکه دا نه د اخلاقو غوښتنه ده، نه د قانون او نه د ښې حکومتدارۍ او دیموکراسۍ نښه ده.
د حکومت او قانون د واکمنۍ او د ولسواکۍ او ثبات د بنسټي کولو لپاره حتمي ده چې په بېلابېلو برخو کې د قانون له مخې تغییرات راشي او نور د زورواکۍ، ټوپک سالارۍ له لارې د چوکیو د ساتلو او میراثي کولو فرهنګ ختم کړي، ځکه خلک تغییر غواړي، تر څو په ژوند او ورته رسېدونکو خدماتو کې یې مثبت تحول رامنځته شي.
که څه هم انسانان د فرد په توګه د بدلون پر وړاندې مقاوم وي، خو ټولنه او ولس د اړتیا له مخې غواړي چې هم بدلون وویني او هم یې لمس کړي، ځکه دوی له بدلون پرته ښه والی او پرمختګ ناشونی بولي.
د بدلون، تغییر او تبدیل ګټه داده چې نویو ځوانانو او کدرونو ته به د کار او خدمت زمینه برابره شي. هغوی چې لوړې زده کړې، تخصص، تجربه ، مهارت او انرژي لري، په پوره مینه او لېوالتبا به کار او خدمت ته مټې رابډ وهي او باور دی چې دغه نوي ځوانان به د هغو په پرتله چې څو کاله پر یو ځای پاتې شوي دي زیات ګټور تمام شي، ځکه نړۍ او د بدلون په حال کې دي، د څو کالو مخکېنۍ تجربې او پوهه د نن اړتیا او غوښتنو ته ځواب نه شي ویلی، نو له همدې امله د هغو کسانو استخدام ته باید لومړیتوب ورکړل شي چې د نننیو غوښتنو او اړتیاو د ځواب ویلو وړتیا او کمال په ځان کې ویني.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.