The news is by your side.

ښځې ولې خپل عمر پټوي؟

دا چې ښځې ولې خپل عمر پټوي او لامل یې څه دی ټولو ته څرګنده ده خو بیا هم ځان په کوڼ اچوو.مونږ په یو داسې ټولنې کې اوسو چې د سړیو لپاره پوره ازادي خو د ښځو لپاره بیا د دې ازادي بوی لا هم نه ورسېږي.

په افغانستان کې دا ټاکل شوي چې ښځې باید کوم عمر کې واده وکړي، کوم عمر کې به ریبار ورته ورځي، کوم عمر کې به له کوره بهر تللی شي او نور داسې نور ډېر ټاکل شوي عمرونه دي، چې د ښځو لپاره ډېر ارزښت لري. ځکه په طبیعي لحاظ هر څوک دا خوښوي چې له کوره بهر لاره شي، له ملګرو سره ناسته پاسته وکړي او یا هر کله یې چې کور کې زړه تنګ شي وکولی شي د خپل پام غلطولو لپاره د ګاوندۍ نجلۍ سره لوبې وکړي.

د دې لپاره عمر ټاکل شوی چې یوې نجلۍ ته به تر کوم عمره ریبار ورځي، خو که عمر یې له دېرشو واوښت نو خوله په خوله به خبره وي، چې دا خو د پلار د کور شوه، دا خو زړه شوه نور یې باید څوک ونه کړي ځکه عمر یې پوخ ده.

دا داسې ټولنه ده چې سړیو ته د واده لپاره کوم خاص عمر نه ده ټاکل شوی خو د ښځو لپاره بیا یوه عامه خبره ده چې که عمر یې له د بېلګې په ډول له شلو واوښت نو هغه زړه ده.

کله چې هر چېرته او په هر کور کې د ښځو لپاره د هغوی د نیمګړې ازادۍ او د خوبونو نړۍ لپاره عمر ټاکل شوی نو ایا کومه ښځه به دا غواړي چې د هغه عمر دې د ټولنې د خلکو د خبرو ډېر وي؟

نو دا چې ولې ښځې خپل عمر پټوي او نه غواړي خپل عمر ډېر ښکاره کړي، دا یو داسې خبره ده چې د ښځې څخه نه باید له خپل ځان څخه پوښتنه وکړو. مونږ ټول د ښځو د عمرونو په اړه ټل غږېدلې یو،او د هرې هغې نجلۍ په عمر کې مو پسخند وهلی عمر یې لوی وه او د ده ارمان یې لره چې واده وکړي.

په داسې ټولنه کې چې د ښځو عمر د هغوی لپاره لوی پېغور نه وي، نو ښځې به ولې د خپل عمر په پټولو کې وي؟ ولې به د عمر تېرېدل د هغوی د ارامانونو پای ته رسول وه؟

که چېرته د انسان مړینه د هغې په عمر پورې نښتې خبره وه، خو د انسان عمر او منګ به ورته ډېر اړین څیز وه،خو د انسان مړینه په عمر پورې یې نه ده او بس چې هر کله یې حساب او کتاب ختم شو دا خبره اړینه لا نه کتل کېږي چې دا هلک ماشوم ده او یا هم دا نجلۍ تر اوسه ماشومه ده. خو له بده مرغه زمونږ د ټولنې عیب همدا ده، چې د ښځو په عمر پسې یې ډېر غوږونه او خولې اچولې وي، بس ټول د ده په تمه وي، چې کله به د دې نجلۍ عمر لوی کېږي او مونږ به په خبرو خبرو کې پېغورونه  ورکووو.

نو اوس دې پوښتنې ته ځواب راکړئ چې ولې نجلې خپل عمر تل کم ښيي؟

 

Normal
0

false
false
false

EN-US
X-NONE
AR-SA

/* Style Definitions */
table.MsoNormalTable
{mso-style-name:”Table Normal”;
mso-tstyle-rowband-size:0;
mso-tstyle-colband-size:0;
mso-style-noshow:yes;
mso-style-priority:99;
mso-style-parent:””;
mso-padding-alt:0in 5.4pt 0in 5.4pt;
mso-para-margin-top:0in;
mso-para-margin-right:0in;
mso-para-margin-bottom:8.0pt;
mso-para-margin-left:0in;
line-height:107%;
mso-pagination:widow-orphan;
font-size:11.0pt;
font-family:”Calibri”,sans-serif;
mso-ascii-font-family:Calibri;
mso-ascii-theme-font:minor-latin;
mso-hansi-font-family:Calibri;
mso-hansi-theme-font:minor-latin;}

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.