The news is by your side.

د فواید عامې مامور په (۵۰) وسله والو وزیر چلنج کړ

خبریال وېبپاڼهد فواید عامې وزارت د یوه وسله وال مامور داسياسناد تر لاسه شوي‌ چې له کلونو په ناقانونه توګه د وسله والو په مټ پر یوه څوکۍ ناست او په پراخ فساد تورن دی.‌

د خبریال وېبپاڼې ترلاسه کړي اسناد ښيي چې عبدالبشیر افغانزوی په ۱۳۹۷ کال په دایکنډي ولایت کې د فوایدعامې ریاست د امرماليپه حیث مقرر شوی خو د وسله والو په مټ د سالنګونو ریاست کوي.‌ د سالنګونو ریاست چې د فواید عامه وزارت یو له مهمو ریاستونو شمېرل کېږي؛ په ناقانونه توګه یوه کس قبضه کړی دی.

خبریال وېبپاڼې داسي غږیز کلیپ تر لاسه کړی چې د سالنګونو د ریاست قابض د دایکنډي ولایت د فواید عامه ریاست امرمالي عبدالبشیر افغانزوی وايي چې ریاست د وسله والو په مټ کوي او په حکومت کې څوک د لیري کېدو توان نه لري.

هغه غږ چې خبریال وېبپاڼې تلاسه کړی ښيي چې نوموړی له سالنګونو ریاست نه د لیري کېدو په صورت کې (۵۰) وسله وال را باسي‌او دده په وینا داسي کړنه به کوي چې افغانستان ولړزوي.

خبریال وېبپاڼې ادارې داغږ د فواید عامې وزارت سره شریک کړ چې د غږ تصدیق وکړي؛ وزارت د غږ تصدیق وکړ چې د فواید عامه وزارت د یوه مامور دی خو نور یې له څه ویلو ډډه وکړه.

موږ هڅه وکړه چې د فواید عامې وزارت غبرګون تر لاسه کړو؛ خو ونه توانېدو.‌

خبریال ادارې له متعلقه امنیتي‌ارګانونو سره هم ددغه وسله وال زورواکي ګواښ‌ شریک کړ؛ خو داسي ښکاري چې لا هم افغان امنیتي ادارو د دوهم او نوي علي‌ علي پور په تړاو تصمیم نه دی نیولی.‌

په افغانستان چې اوس تر بل هروخت د ټوپکسالارۍ پر لور په چټکي روان دی ضرورت لري‌ چې د لویو او وړو ټوپکسالارانو مخه ډب شي.

د خبریال وېبباڼې معلومات ښيي چې ناقانونه وسله وال عبدالبشیر افغانزوی په لوی لاس په بیلا بیلو وختونو کې د سالنګ لویه لاره بنده کړې او ګڼ موټر چلونکي‌یې ځورولي دي.

سالنګ لویه لاره چې د افغانستان لپآره د ملا د تیر اهمیت لري‌ تر ډېره دافغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبه وي؛ او که چېرته افغان حکومت ژر او پروخت ددې ټوپک سالار مخه ډب نه کړي؛ لیري‌نه ده چې افغانستان به د سیاسي‌او اقتصادي بې ثباتي پرلور یو بل ګام مخته لاړ شي.

د غني حکومت که د ټوپکیانو دوهمه دوره؟

کابل کې د پوليسو له لوري دردونکې صحرايي محکمه

فاسد حکومت او ظالم طالبان!

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.