د غني حکومت که د ټوپکیانو دوهمه دوره؟

خبريال وېبپاڼه- د اشرف غني د‌ حکومت دا روانه دوهمه دوره ورو ورو د ټوپکمارو دوهمې دورې ته ورته کېږي، هغه دوره چې وروسته یې د طالبانو غوندې يوه بله ډله وزېږوله، څه چې اوس د اشرف غني په دې دوهمه دوره کې روان دي د همغه ټوپکمارو د دورې سره يو شان دي.

د ټوپکمارو په دوره کې چې د هغه دورې مشري برهان الدين رباني کوله لکه ننی حالت داسې يو څه روان و، د هېچا سر مال او ناموس خوندي نه و، ټوپکمارو به چې څه کول غوښتل همغه به يې کول، که چېرته به ېې يو ښکلی هلک وليد په زور به یې خپل پاټک يا خپلې پوستې ته کش کړ که به یې د چا سره دوه خبرې واوښتې د ټوپک خولې ته به یې سيخ کړ.

اوس هم همغسې یو حالت دی، نه د چا مال خوندي دی نه ځان نه عزت، په یوه تلیفون د یو کس وژل د اشرف غني د حاکمې پلازمېنې په هره برخه کې هره شېبه امکان لري.

د مال په برخه کې اوس يو څوک نشي کولی په کابل کې په شخصي موټر کې وګرځي، که بيا مو موټر ښکلي وي نو مجبور کفن په موټر کې درسره وګرځوئ، په صراف خوندی دی نه دوکاندار نه پانګوال، ټول په وېره او تېښته کې دي ډېری لویو سوداګرانو خپلې شتمنۍ وخته له هېواد څخه بهر کړي دي.

د هېچا عزت هم نه دی خوندي نه یوازې د نورو غیرې مسولو وسله والو او یاغیانو له لاسه بلکې خپل د حکومت د پوليسو له لاسه، څه موده وړاندې په کابل کې يوه پوليس ځکه يوه نجلۍ وهله او سر یې ورباندې وخریه ځکه دده ناوړه خواهش يې نه و منلی، تېره ورځ په زابل کې پوليسو په ګډه يوه لس کلنه ماشومه خپلې پوستې ته یوړه او تېری يې ورباندې وکړ‌.

نو سړی چې تصور وکړي د غني دوره نه د ټوپکمارو دوره ده، خو خبر نه یو چې غني نور د ټوپکمارو په لاره روان دی.

د ټوپکمارو د ټوپکمارۍ پايله دا شوه چې طالبان راپیدا شي او دا ټوپکماران وځپي او د هېواد لکه اکثره برخو يې وشړي او په پای کې یې نسکور کړي، تر هغه چې بېرته دا ټوپکماران د امریکا د حملې سره هېواد ته راستانه شول.

خو دا چې اوس به په هېواد کې د اشرف غني ټوپکماره دوره کومه ډله وزېږوي، داخلي ملاتړ به لري که بهرني دا مالومه ده خو ښکاره خبره داده چې د اشرف غني دا دوره‌ د يوې بلې ډلې لاره هواروي.

 

ليکوال؛ تاج محمد ارين

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More