The news is by your side.

هند د ۶۶ کلونو وروسته يوه ښځه اعداموي

خبريال وېبپاڼه: هندوستان د خپلي خپلواکۍ وروسته دوهمه او په وروستيو ۶۶ کلنو کې د لومړۍ ښځه اعداموي.

دا ښځه چې شبنم علی نوميږي، ۳۸ کاله عمر لري، په ۲۰۰۸ز کال کې د خپلې کورنۍ د ۷ غړو د قتل په تور د خپل هلک ملګرې سره د هند په اوتار پرادش ايالت کې يوځای ونيول شوه.

شبنم علی چې يو مسلمانه ښځه ده په هند کې دا هم لومړی ځل دی چې د يوې مسلمانې ښځې د اعدامولو لپاره چمتولی نيول کيږي.

د هند په اوتار پرادش ايالت په يوه زندان کې د شبنم علی او ملګرې سليم د اعدامولو لپاره په داسي حال کې چمتوالی نيول کيږي چې دوي په ۲۰۱۰ز کال کې په اعدام محکوم شوي وه.

د هند سترې محکمې او د اوتار پرادش ايالت يوې سميه ييزې محکمې په ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ز کلونو کې د دواړو مجرمينو د وکيلانو غوښتني رد کړي وي.

ويل کيږي د شبنم علی او سليم د اعدام نيټه ځکه وځنډيډه چې د شبنم يو ۱۲ کلن ځوی د خپلي مور د اعدام د مخنيوی لپاره حقوقي هلې ځلې کولي چې هغه هم له ماتې سره مخ شوي.

که څه هم د شبنم د ځوی او وکيل لخوا د هغه د نه اعدامولو لپاره ډيري هلې ځلې وشوي خو، د هغوي ټولي هلې ځلې له ماتې سره مخ شوي او د محکمې لخوا يې ټولي غوښتني رد شوي.

دا د هند د خپلواکۍ وروسته دوهمه ښځه او د هند په تاريخ کې د تېرو ۶۶ کلنو راهيسې لومړۍ ښځه ده چې په اعدام محکوميږي.

له دې مخکې په ۱۹۵۵ز کال کې هم يو ښځه د خپلو ۳ اولادونو د قتل په جرم په اعدام محکو شوي وه چې بيا اعدام شوه.

سليم چې د شبنم د جرم شريک وه د هغې د نه اعدامولو غوښتنه هم رد شوي او په هند کې د دواړو د اعدامولو لپاره چمتوالی نيول کيږي.

په هند کې د کورنيو د تاوتريخوالي پيښې سختي ډيري ډي، او ځيني خو يې بيا دومره پيچلي وي چې حتا خلک پکې د خپلې کورنۍ د غړو وژلو ته مجبوريږي.

په هند کې د کورنيو د تاوتريخوالي پيښې سختي ډيري وي، او ځيني خو يې ان دومره پيچلي وي چې خلک پکې د خپلې کورنۍ د غړو وژلو ته مجبوريږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.