The news is by your side.

هوايي دهلېزونه، هوايي ژمنې؛ د کندهار انځر نړۍوال پورې نه رسېږي

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې افغان حکومت ادعا کوي چې دا مهال افغانستان د هوايي دهلېزونو له لارې له زیاتو اسیايي او اروپايي هېوادونو سره وصل شوی، خو د کندهار سوداګر شکایت کوي چې د هوايي دهلېز د نشتون له کبله د وچې مېوې په ځانګړي ډول انځرو بازار سوړ دی او په هند او پاکستان کې یې په نیمه بیه پلوري.

کندهار د انځرو له اړخه یو غني ولایت دی، چې د خوند او کیفیت له اړخه یې د دې ولایت انځر په ټول هېواد او ان سیمه کې ښه نوم او نښان لري.

د چارواکو په خبره، سږ کال له دې ولایته شاوخوا یوولس زره ټنه انځر بهر ته صادر شوي، چې له ډېر ښه نوم څخه برخمن دي.

د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د انځرو ډېر باغونه شتون لري، چې سږ کال پکې د انځرو د تولید کچه د تېر په پرتله زیاته وه.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ یو بڼوال رحیم وايي، چې سږ کال د ده د باغ ونو د تېر کال په پرتله دوه برابره انځر کړي او په وینا یې د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لامل موسمي بارانونه او د کرنیزو افتونو نشتون وو.

که څه هم سوداګر خوښ دي چې سږ کال د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله ښه و، خو وايي چې د وچې مېوې لپاره د نړۍوال مارکېټ نشتون د دوی هیلې مړاوې کړې دي او د انځرو په شمول وچې مېوې په پاکستان او هند کې په نیمه بیه پلوري.

د دوی په وینا، ولسمشر غني ورسره ژمنه کړې وه، چې د هوايي دهلېز له لارې به د دوی مېوې تر نړۍوالو بازارونو رسوي، خو په خبره یې، هوايي دهلېزونه هوايي ژمنې وې او د دوی په کاروبار کې یې هیڅ پرمختګ نه دی راوستی.

د سوداګرو په خبره، انځر په دریو درجو وېشل شوي، چې لومړۍ درجه یې یوازې په هندوستان کې پلورل کېږي او د ویمې او درېمي درجې لپاره یې مناسب بازار نشته او کله ناکله یې په نیمه بیه پاکستان کې پلوري.

محمدالله چې د انځرو کاروبار کوي، وايي چې اوله درجه انځر ښه بازار لري، خو دویمه او درېیمه درجه یا تر هغه کښته انځر بیا چندان بازار نه لري او په نیم قیمت یې خرڅوي.

د انځرو سوداګر غوښتنه کوي چې د هوايي دهلېزونو له لارې دې تر نړۍوالو بازارانو د دوی د توکو د انتقال زمینه برابره شي او حکومت دې د هوايي دهلېز په تړاو خپله ژمنه په عمل کې ثابته کړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونه هم د سوداګرو دا ستونزه مني او وايي چې د هوايي دهلېزونو نشتون د کورنیو محصولاتو بیې ټیټې کړې دي او تر نړۍوالو مارکېټونو نه رسېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا ویلي چې سږ کال له کندهار د شپېته میلیونه ډالرو په ارزښت یوولس زره ټنه انځر پاکستان او د پاکستان له لارې هندوستان ته لېږدول شوي دي.

هغه ټینګار کوي چې حکومت دې د کورنیو محصولاتو د لېږد لپاره د هوايي دهلېزونو ژمنې عملي کړي، تر څو سوداګر لا وهڅېږي او افغاني محصولات په ښه نوم او نښان تر نړۍوال مارکېټ پورې ورسېږي.

تر دې وړاندې د کندهار سوداګرو د انارو په برخه کې هم ورته ستونزه درلوده او د هوايي دهلېزونو په تمه یې سلګونه ټنه انار د حیواناتو خوراک شول.

د هوايي دهلېزونو نشتون بله لویه ستونزه دا ده چې پاکستان او هندوستان د افغانستان توکي په خپلو نومونو نړۍوالو مارکېټونو پورې رسوي، چې دا کار د افغان سوداګرو او افغاني محصولاتو په ستر زیان تمامېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.