The news is by your side.

فاسد حکومت او ظالم طالبان!

خبريال وېبپاڼه- په افغانستان کې اوس حکومت او طالبان دواړه د خلکو د ملاتړ او د خلکو د استازيتوب کوي، حکومت په داسې حال کې دا ادعا کوي چې په ټاکنو کې مطلق اکثریت افغانانو ګډون ونکړ او د ټاکنو وړاندې ډېري خلکو دا ویل چې د اوسني دولت تر کنترول لاندې ټاکنو باندې باور نلري.

د بلې خوا بيا طالبان دا دعوه په داسې حال کې کوي چې يو ته څوک دوه روپۍ هم پيدا کوي نو کلۍ طالب ته پرېږدي او له هغه سيمې فوراً پناه وړي.

د طالبانو ظلم او د حکومت فساد ملت داسې ځپلی دی چې په سر يې اوس هرڅوک هر ډول سودا کوي، د پوښتنې څوک نلري او د هر لوري ورباندې ګوزارونه کېږي، څوک یې هويت سپکوي څوک يې شتون د سره نه مني څوک یې د نورو ارزښتونو سپکاوی کوي خو دوی هیڅ نسي کولی.

په کلیو کې د طالبانو سره د یوه هېودوال دومره حيثيت چې بس ژوند به ګرزي، دا چې طالبانو له دوی د ژوند حق نه دی اخيستی نو خلک بايد سخت خوشحاله وي، که يو کس د طالبانو عادي کار نقد کړ نيوکه يې ورباندې وکړه نو پايله به يې دا وي چې دا لومړی کافر اعلان شي او بيا ووژل شي.

دا ځکه مې طالبان ځانونه د خدای سره وصل کوي، دوی ځانونه علما او د دین ساتونکي ګڼي، نو بيا وايی چې علما خو د پيغمبرانو وارثین دي پسې دا ځل دوی ځان ته تقدس ورکوي او که چا په دوی نیوکه وکړه نو داسې درک کوي او داسې خلکو ته ښايي چې پلانکي خو په پیغمبر نيوکه وکړه دی خو ځکه نیوکه کوي چې ددين دښمن دی‌.

د بلې خوا حکومت، په حکومت کې بيا بله دنيا ده، حکومتي لوړ پوړي چارواکي په بله دنيا کې ژوند کوي خلک په بله کې، دوی د نړيوالو مرستو او د خلکو څخه د راټولو شویو ماليو په چور او عيش نوش بوخت دي، دوی ټول په فساد پخپل منځي معاملو او نورو فسادونو بوخت دي.

له همدې کبله د طالبانو په وړاندې په جګړه کې بريا نشي ترلاسه کولی، ددوی د غفلت ددوی د فساد له کبله نيم ولس د طالبانو سره يرغمل ده.

کوم نفوس چې د حکومت په سيمو کې ژوند کوي نو د يوې خوا پخپله د فقر بېکارۍ او نا امنۍ سره مخ دي د بلې خوا د ښار د غلو لنډغرو او نورو فرعونانو تر څپو باندې دی.

په یوه ټلیفون وژل کېږي، په رڼا ورځ لکه یوه مرغۍ په ډزو وژل کېږي خو د حکومت مشران د جمهوریت، ولسواکۍ او نورو نومونو په کارولو سره خلکو ته بازي ورکوي او پخپله بدون له فساد څخه بل کار نلري.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance