د دوحې تړون ته یوه بله ضربه
خبريال وېبپاڼه- ددوحې هوکړه چې له لويه سره له مخالفتونو سره مخ وه خو دا چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتل تر ټاکنو دا مسله په هرډول حل کړي لاسلیک شوه اوس بيا د جدي ستونزو سره مخ ده.
په دې هوکړه د اول څخه نيوکه دا وه چې افغان حکومت پکې په سم ډول شامل نه و، پریکړې د افغانستان په هکله او د افغانستان او امریکا د اړیکو په هکله کېدې خو په مېز باندې يوازې د امريکا او طالبانو استازي ناست و.
همدا سبب شو چې بلاخره داسې يو تړون لاسليک شي چې ځینې کسانو ته د منلو وړ وي او ځینو ته نه، له همدې کبله اوس دا دي دا تړون په سم ډول نه عملي کېږي او له ګڼو ستونزو سره مخ دی.
تازه په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن ويلي دي چې ددوحې تړون یو ناکام تړون و او هغه څه مې ورڅخه تمه کېده او يا هغه څه چې پکې ورباندې توافق شوی و نه دي عملي شوي.
دا امریکايي چارواکی وايی چې د دوحې له تړون سره په افغانستان کې جګړه کمه نشوه، بلکې جګړې لا زياتوالی وموند، طالبانو په خپلو هوکړو عمل ونکړ.
نيومن وايي چې طالبان پخپله شرطونه زیات وړاندې کوي خو په خپلو وعدو او ژمنو باندې بيا عمل نکوي، د ښاغلي نيومن په خبره چې د جوبایډن حکومت اوس په سمه لاره روان دی او دا تړون به جدي ډول و ارزوي، نيومن زياتوي چې اوس وخت کې صرف طالبان له دې تړون په یوه طرفه ډول ګټه پورته کوي.
په هېواد کې د چارو شننونکي وايي ددوحې د تړون بنسټ غلط اېښودل شوي دی، امريکا بايد په یوازې ځان له طالبانو سره هېڅ ډول مذاکره نه وی کړې او هرڅه د افغان حکومت امریکا او طالبانو ترمنځ په ګډه حل شوي وی او په دې ډول به بيا ددې تړون په عملي کولو کې ستونزې نه راپيدا کېدې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.