fbpx

هغه لوبغاړي چې په شل اوریزو سیالیو کې( ۱۰۰۰) منډې په کمو لوبو کې جوړې کړي!

خان وزیر عابد

د کرېکټ شل اوریزه فارمټ چې یوڅه چټکه لوبه وي اوهر لوبغاړی په کې غواړي چې چټکې منډې جوړې کړي په همدې سیالیو کې هغه لوبغاړي درپېژنو چې( ۱۰۰۰) منډې په کمو سیالیو کې جوړې کړي وي.

لومړی مقام پاکستانی بابر اعظم له ځان سره لري چې په (۲۶ )شل اوریزو لوبو  کې نوموړي (۱۰۰۰) منډې پوره کړي .

دوهم ځای بیا هندي لوبغاړی ویرات کوهلي له ځان سره لري ده په( ۲۷) شل اوریزو سیالیو کې( ۱۰۰۰) منډې پوره کړي دي.

دریم ځای د اسټرالیا لوبغاړی ارون فینچ له ځان سره لري چې په( ۲۹ ) شل اوریزو سیالیو کې (۱۰۰۰) منډې پوره کړي.

څلورم مقام بیا د سوت افریقا  فاف ډوپلیسي له ځان سره لري نوموړي په( ۳۱) شل اوریزو لوبو کې( ۱۰۰۰) منډې جوړې کړي  .

پنځم مقام بیا  الیکسل هېلز د اسټرالیا لوبغاړی له ځان سره لري نوموړي په( ۳۲) شل اوریزو لوبو کې (۱۰۰۰) منډې پوره کړي.

شپږم ځای کیون پیټرسن د انګلستان لوبډلېع لوبغاړی له ځان سره لري په (۳۲) شل اوریزو لوبو کې (۱۰۰۰) پوره کړې وې.

 اوم ځای د سریلانکا لوبډلې کوسال پرېرا سره دی نوموړي په (۳۴ )شل اوریزو سیالیو کې( ۱۰۰۰) منډې د نړیوال کرېکټ پوره کړي.

اتم ځای بیا د ویسټ انډیز لوبغاړی کرېس ګېل له ځان سره لري چې په( ۳۴) شل اوریزو سیالیو کې چټکې( ۱۰۰۰) منډې پوره کړي

نهم  مقام بیا د نیوزیلینډ لوبغاړی کین ویلیمسن له ځان سره لري نوموړي په (۳۴ ) شل اوریزو سیالیو کې (۱۰۰۰) منډې پوره کړي.

لسم مقام بیا هم د نیوزیلینډ لوبغاړی برېنډن مکالم له ځان سره لري په( ۳۵ ) شل اوریزو سیالیو کې چټکې ( ۱۰۰۰) منډې پوره کړې.

 دا هغه لوبغاړي و چې د نړیوال کرېکټ په شل اوریزو سیالیو کې( ۱۰۰۰) منډې په کمو لوبو کې پوره کړې وې.