The news is by your side.

په جمهوري پاکستان کې مېشت طالبان د افغان جمهوريت ړنګول غواړي

خبريال وېبپاڼه- طالبانو يو ځل بيا د پاکستان تر کنټرول لاندې د جنوبي پښتونخوا په کوټه کې يوه لويه جلسه نيولې ده، په عام محضر کې د زيات شمېر وسله والو طالبانو دا جلسه يو ځل بيا پاکستاني چارواکي بې ځوابه کوي او ددې ثبوت کېږي چې په دې هېواد کې طالبان د يوې دولتي ملېشې په ډول په فعاليت کوي.

د نوي کلي په سيمه کې په زرګونو طالبان د خپلو وسلو سره يو ځای راټول شوي و او په دې ځای کې يې په افغانستان کې د شدت د زیاتېدو د جمهوریت د ورانېدو خبرې کولې، د يوه جمهوریت تر چتر لاندې راټول شويو طالبانو په کابل کې موجود جمهوریت نه خوښاوه او د راپرځولو پلانونه یې نيول.

په دې جلسه کې د طالبانو د جنګياليو ترڅنګ ددې ډلې مهمو قومندانانو هم د پاکستان له څلورو صوبو څخه ګډون کړی و او دغلته یې د افغانستان د ورانۍ د جمهوريت د نسکورلو په هکله خبرې اترې کولې او پلانونه یې نيول.

ويل کېږی چې دغه غونډه د طالب مشرانو په وينا جوړه شوې وه او دوی یو ځل بیا دا بيان وکړ چې دوی په افغانستان کې يو طالباني امارت غواړی چې مشري به يې ملا هیبت الله کوي.

دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې تر دې وړاندې پاکستان ته پخپل سفر کې ملا برادر او انډيوالان یې د پاکستان د حکومت له لوري په دې جرم نظربند شوي و چې په ښکاره يې وويل چې ددې ډلې مشران په پاکستان کې مېشت دي او ددې ډلې جنګيالي همدلته روزل کېږي او تداوي کېږي.

شننونکي وايي په داسې حال کې تمه کيږي بین الافغاني خبرې بيا پيل شي د طالبانو له لوري ددا ډول غونډو نيول او د جمهوریت د ړنګولو خبرې کول د سولې په خبرو کې ددې ډلې د نه صداقت نښه ده.

د پوهانو په خبره دا به د طالبانو له لوري د افغانستان سره د بې حده خیانت تاريخ وي چې په جمهوري پاکستان کې ناست دي او د جمهوري افغانستان د کفر اعلان کوي د ړنګولو پلانونه یې نیسي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance