The news is by your side.

امریکا د افغان جګړې ختم ته کوم وړاندیزونه لري؟

خبریال ویبپاڼه/ دې هېل خپرونې د امریکا له لوري پرجګړه د نه تمرکز او نورو بیلو انتخابونو په هکله په خپل یوه مطلب کې د جګړې ختم تر ډیره افغانانو ته راجع کړی او  ویلي يې دي چې هرڅه د افغانانو  په لاس کې دي.

د بایډن ادارې  ټینګار هم پردې دی چې د سیاسي لارې څخه د افغانستان جګړه پای و مومي ځکه هغوی پر دې ټینګار کړی چې نور د افغانستان جګړه پای ته رسوي.

دې خپرونې د وروستۍ طرحې په اشاره ویلي که څه دا د امریکا رسمی دریځ نه دی او نه يې هم تحمیلولی سي، خو بیاهم دا طرحه وړاندې سوې، او د دې ترڅنګ افغانانو ته یو شمېر نور وړاندیزونه هم ورکول سوي چې یو وړاندیز یې همدا طرحه ده.

مالومات ښيې چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي د افغانانو خپل کار دی چې د هېواد د راتلوونکي  په اړه خپله پریکړه وکړي، د دوی له انده په افغانستان کې روانه جګړه خطرناکه بلل سوې او د ژر دریدلو غوښتنه یې سوې.

د سرچینو په حواله په نوې طرحه کې د یوه ټولشموله دولت یادونه سوې او د جګړې د پای ته رسولو خبره پکي سوې ترڅو په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.

د افغان دولت دریځ

افغان ولسمشر په خپلو تازه څرګندونو کې دا طرحه یوازي یو قاغذ بللی او د هېواد اصلي وثیقه يې اساسي قانون بللی هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې واک د جمهوریت په چوکاټ کې یوازي د ټاکنو له لارو سپارل کیږي او هغه انتخاب چې امریکا د جګړې د ختم لپاره وړاندیز کړی غني رد کړی.

د افغانستان ولسمشر تردې وړاندې هم  بغیر له ټاکنو د واک پر سپارلو رد کړی او ویلي یې دي چې دی د افغانانو له لوري ټاکل سوی او واک به یوازي منتخب ولسمشر ته سپاري.

په افغانستان کې د سولې لپاره هڅه په داسې حال کې ترسره کیږي چې نژدې هره ورځ هدفي وژنې او چاودنې د عامو افغانانو ژوند ګواښي او د دې نا امنیو د لړیو په کابو کولو کې دولت پاتي راغلی عام افغانان لاهم د جګړې له زیاتیدلو ویره لري او د افغان جګړې د ژر ترژره ختمولو غوښتنه کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance