The news is by your side.

د طالبانو واکمني د ښځو لپاره توره دوره بلل کېږی

خبریال وېبپاڼه/ په هېواد کې د هدفي وژنو وروستۍ پېښې په ننګرهار کې د یوې رسنۍ د دریو ښځینه کارکونکو ژوند واخیست، تر دې پېښې څو ورځې وړاندې دوه ښځینه قاضیانې تر برید لاندې نیول شوې او شهیدانې شوې وې. په خبریالانو، د مدني ټولنې فعالانو او دولتي کارمندانو باندې هدفي بریدونه د سولې د بین الافغاني خبرو له پیل راهیسې ډیر شوي دي. دا بریدونه له جنګي او له نړیوال بشردوستانه قوانینو، چې طالبان او داعش یې د غیر حکومتي فعالینو په توګه په تطبیق مکلف دي، جدي سرغړونه ده.

د جګړې له قوانینو څخه د سرغړونې ترڅنګ، د طالبانو واکمني د افغان میرمنو په تاریخ کې تر ټولو تیاره دوره وه، ځکه په دغه دوره کې میرمنې په ټوپک سره خپلو کورونو کې پاتې کېدو ته اړ ایستل کېدې، له زده کړې، کار کولو، ټولنیزو فعالیتونو او حتی له کوره د وتلو حق یې نه درلود، ځکه خو افغان میرمنې دا مهال د طالبانو د تیارې دورې د تاریخ له تکراره په وېره لري.

اوس چې د سولې خبرې روانې دي، د ښځو ونډه ورکه ده او یا نمایشي ده. د طالبانو د خبرو اترو په ډله کې خو لا هیڅ میرمن شتون نه لري او دې ډلې غړیو په خپله ټیم کې د میرمنو د نه شتون په اړه پوښتنې رد کړې دي او یا یې نادیده نیولې دي، خو له نېکه مرغه د افغانستان د مذاکراتو په یو ویشت کسیز ټیم کې څلور غړې میرمنې دي، چې شتون یې د طالبانو له دورې وروسته د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې د ښځو رول منعکسوي.

د سولې خبرو په افغاني ټیم کې د ښځو شتون مهم دی، ځکه چې دوی کولی شي د اوسني افغان حکومت له ادرسه د ښځو حقونو دفاع وکړي او د خپلو تیرو شلو کلنو لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار وکړي، خو له دې سره سره په تیرو شپږو میاشتو کې د ښځو حقونو په اړه د دواړو لوریو ترمنځ د نظر اختلافات موجود دي.

افغان حکومت د اساسي قانون او دیموکراتیکو بنسټونو په ساتنه ټینګار کوي، چې له مخې یې ټول افغان اتبا هم نارینه او هم ښځینه مساوي حقوق لري. په داسې حال کې چې طالبان د اسلامي امارت په جوړېدو ټینګار کوي، چې د یوې غیرې منتخبې مذهبي شورا لخوا به رهبري کیږي. طالبان تل د اسلام په اړه افراطي تفسیروو ته غاړه ایښې ده. دوی هیڅ ساینسي یا دیني لیکنې نه دي پریښي چې د دین د تشریح کولو اساسي سرچینه وي.

افغان عالم محمد محقق د طالبانو د مذهبي چلند په اړه لیکي چې طالبان له ځان پرته د ټولو په اړه داسې فکر کوي چې نور کافران او ملحدین دي، ځکه دوی د دین په اساسي تفسیر نه پوهېږي، ځکه دې کار د خلکو تر منځ یو شک او ابهام پیدا کړی چې روښانه کولو ته اړتیا لري. د دې مسلې حقیقت دا دی چې طالبان د نارینه او ښځینه په مساوي حقونو باور نه لري، ځکه چې د طالبانو د دیني مطالعې یوه مهمه برخه د اسلامي قانون په تفسیر کې ده، هغه تفسیر چې دوی یې په اصلي مفهوم نه پوهېږي.

طالبانو په تیرو کلونو کې په خپلو مرکو کې ځانونه د اسلامي قانون سره سم د ښځو حقونو خوندي کولو ته ژمن معرفي کړي او د ښځو هیڅ حق یا آزادۍ سره مخالفت نه لري چې له شریعت سره مخالفت ولري. البته هغه شریعت چې دوی ترې تعبیر لري. د طالبانو د شریعت تعریف سره سم نارینه او ښځینه په ټولنه کې مختلف موقفونه لري. نه یوازې نارینه او ښځینه، بلکې د ټولنې ډیری برخې د حقونو له اړخه مساوي نه ګڼي. له دې امله طالبان د بشري حقونو د نړۍوالو اصولو په توګه د نارینه او ښځینه وو ترمینځ نه تعصب، د برابرۍ حق، ژوند او انساني کرامت نه مني او دا دوی په خپله پنځله کلنه دوره کې په ثبوت رسولې ده، حتی اوس هم دوی د نجونو ښوونخي سوځوي او زرګونه نجونې یې له تعلیمه بې برخې کړې دي.

پوښتنه دا ده چې څنګه په افغانستان کې له یوې داسې ډلې سره عادلانه سوله ممکنه ده، چې هغوی د دین په تفسیر نه پوهېږي، د ښځو او نارینه وو ترمنځ برابرۍ او انساني او بشري حقونو ته احترام نه لري؟ ایا میرمنې به بیا صحرايي محاکمه شي؟ که چېرې له یوې داسې ډلې سره سوله کېږي چې هغوی کلونو دا ثابته کړې چې هیڅ راز بشري حقونو، مذهبي او نړۍوالو اصولو ته غاړه نه ږدي، هیڅ تضمین نشته چې طالبان دې یو ځل بیا خپل وحشت او وحشي قوانین په افغانانو په ځانګړي ډول ښځو تحمیل کړي.

هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance