The news is by your side.

ملالې یوسفزۍ د فلمونو او ډرامو جوړولو ته مخه کړه

خبریال وېبپاڼه/ ملاله یوسفزۍ وايي، تر دې وروسته به د هغو مستندو فلمونو او ډرامو په جوړولو کې کار وکړي[ې د مېرمنو او ماشومانو ورځنی ژوند پکې منعکس شوی وي.

هغه وايي، چې د دې کار لپاره یې له (اپل پلس تلویزیون) سره قرارداد کړی او هیله منده ده چې د مېرمنو او ماشومانو د ژوند واقعي انځور تر نورو پورې ورسوي.

یوسفزۍ زیاتوي، چې دا پرېکړه یې له ښځو، ماشومانو او هنرمندانو سره د ملاتړ په خاطر کړې او زیاتوي چې په دغو فلمونو کې به د دوی نړۍ او فعالیتونه انځوروي، تر څو ستونزو او اړتیاوو ته یې له دې لارې د حل لار پيدا شي.

ملاله پسې زیاته کړې لویه هیله یې دا ده چې د ټولنې د بېلابېلو اقشارو ترمنځ واټ کم کړي او د دې کار لپاره به ده خپل فکر او هوډ په تلویزیوني پروګرامونو کې عملي کوي.

د ملالې د دې پرېکړه په اړه د اپل پلس ټلوېزیون ادارې ویلي چې یوسفزۍ به د دې ټلوېزیون پر پرده د خلکو د هڅولو په موخه پروګرامونه پیلوي او خپله وړتیا به په هڅوونکو ډرامو او فلمونو کې ښکاره کوي.

دې ادارې ویلي چې د ټلوېزیوني ډرامو او مستندو په دې لړۍ کې به د ماشومانو لپاره انیمېشن فلمونه او سریالونه هم شامل وي.
ملالې یوسفزۍ، چې له ماشومتوبه یې د نجونو د زده‌کړې لپاره فعالیتونه کول، په ۲۰۱۴م کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ترلاسه کړه، او په ۲۰۲۰م کې د بریتانیا له اکسفورډ پوهنتونه فارغه شوه.

ملالې یوسفزۍ له ماشوم توبه د نجونو د تعلیم د پراختیا په برخه کې فعالیتونه کوي، په ۲۰۱۲میلادي کال کې په سوات کې ښوونځي ته پر لار وسله والو طالبانو پر سر په مرمۍ وویشتله، خو دې خپله روحیه له لاسه ورنه کړه او د نجونو د تعلیم د عامولو لپاره یې خپله مبارزه جاري ساتلې ده.

تر یادې پېښې وروسته ملاله د څو میاشتو لپاره په پاکستان او بیا په بهر کې تداوي شوه او په ۲۰۱۴میلادي کال کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ له کبله د نوبل د سولې جایزه ورکړل شوه، خو د طالبانو افراطي ډله اوس هم د دې مخالف ده.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۲۰میلادي کال کې د بریتانیا له اکسفورد پوهنتون نه فارغه شوه او له هغې راهیسې یې د نجونو او ښځو لپاره ډیجټل خپرونه او د ټلوېزیوني خپرونو د تولید خپله کمپنۍ جوړه کړې ده.

اوس هوډ لري چې د نړۍ په کچه د خلکو د هڅونې په مقصد د څو کلونو په مخه د تلویزیوني ډرامو او مستندو فلمونو په جوړولو کې کار وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.