The news is by your side.

د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره طرحه تصویب شوه

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا کانګریس له کرونا ویروس سره د مبارزې او د دې ویروس له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو د جبران لپاره د جو بایډن طرحه تصویب کړه.

په دې طرحه کې شاوخوا ۱۹۰۰ میلیارد ډالر په پام کې نیول شوي، چې د ګانګرېس لخوا تایید شوه او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره بودجوي طرحه بلل کېږي.

له دغو پیسو څخه به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د دغه ویروس له امله د اوښتو اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره ګټه اخیستل کېږي، ځکه په امریکا کې اوس هم کرونا د خپرېدو په حال کې ده، چې د ځاني زیانونو ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اړوي.

که څه هم د بایډن یاده طرحه تصویب شوه، خو د امریکا په سنا کې د بايډن مخالف ګوند بیا دا ډېرې پیسې بولي او وايي چې د بایډن حکومت د کرونا په نامه خپلې نورې برنامې هم په دې بودیجه او طرحه کې ځای پر ځای کړې وې او له کرونا پرته په فرعي لارو ډېرې مصرفېږي.

دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو ستره تصویب شوې طرحه بلل شوې چې هغې ته ځانګړې شوې بودیجه خورا ډېره ګڼل شوې ده او ویل کېږي چې تر اوسه هیڅ جمهوررئيس داسې کومه طرحه نه وه جوړه کړې چې په دې اندازه پیسې پکې په پام کې نیول شوې وي.

د بایډن ادارې د دغې طرحې په تصویب خوښي ښکاره کړې او دا یې خپله لومړۍ بریا بللې ده.

 دوی امریکایانو ته ډاډ ورکړی چې له کرونا به یې ژغوري، اقتصادي زیانونه به یې جبرانوي او وضعیت به بېرته عادي حالت ته راولي، تر څو د خلکو سر او مال خوندي کړل شي.

که څه هم د جو بایډن مخالف ګوند اندېښنه ښودلې چې دغه تصویب شوې بودجه به تر کرونا ورهاخوا په نورو لارو مصرف شي، خو بایډن د خپل کار په لومړۍ ورځ دا شعار اعلان کړی چې تر هر څه مخکې د امریکا ولس ورته لومړیتوب لري او په صداقت به یې خدمت کوي.

دا چې د امریکا حکومت به په دغو پیسو د کرونا د زیانونو مخه ونیسي او که نه دا به وروسته مالومه شي، خو په اروپا کې د کرونا درېیمه څپه پیل شوې، چې امریکا ته هم د خطر زنګ دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.