The news is by your side.

خلیلزاد ترکي استازي سره د بُن په څېر کنفرانس د جوړېدو په اړه غږېدلی

خبریال وېبپاڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد د سولې لپاره دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې په قطر کې د ترکیې سفارت له مرستیال سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

خلیلزاد او یاد ترکي استازي د نورو مهمو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې او جګړې د برخلیک معلومولو لپاره د بُن په څېر کنفرانس د جوړېدو په اړه خبرې کړې دي او د دوه اړخیزه همکاریو ډاډ ترلاسه شوی دی.

ترکي استازي خلیلزاد ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د سولې په برخه کې له افغانستان سره هیڅ راز همکاري ونه سپموي او ویاړي چې امریکا د سولې کنفرانس د کوربه توب ویاړ ترکیې ته ورکړ.

دواړو لوریو دغه راز د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا، د تاوتریخوالي د کمولو، افغان سوله کې د ترکیې د رول او یو شمېر نورو موضوعاتو اړوند هم خپل نظرونه تبادله کړي دي.

 ښایي د روانې مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه په ترکیه کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب او همکارۍ د سولې کنفرانس جوړ شي.

دا کنفرانس به د بُن کنفرانس ته ورته وي چې د افغان سولې او جګړې په اړه به مهمې او برخلیک ټاکونکې پرېکړې پکې کېږي او وار دمخه طالبان، افغان چارواکي او سیاسیونو ته په یاد کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

یاد کنفرانس د سولې لپاره د امریکا د نوې طرحې په چوکاټ کې جوړېږي او امریکا هوډ کړی چې په یاد کنفرانس کې د سیمې هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو د ګډون له لارې نور د سولې او جګړۍ کیسه یو طرفه کړي.

که څه هم یو شمېر رسنیو راپورونه خپاره کړي چې طالبانو په یاد کنفرانس کې ګډون ته علاقه ښودلې، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي چې ګډون به وکړي او که نه.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ولسمشر محمد اشرف غني ته په رالېږل شوي لیک کې له هغه غوښتي چې په یاد کنفرانس کې خپله او یا یې استازي ګډون وکړي.

دا چې یاد کنفرانس به افغان سولې سره څه مرسته وکړي، وروسته به مالومه شي، خو امریکا وايي چې د سولې لپاره وړاندیز شوې طرحه یې واضحه ده او نور روان وضعیت بدلوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.