The news is by your side.

ولې امنیتي سرتېري طالبانو ته تسلیمېږي؟

خبریال وېبپاڼه/ چې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله د افغان ځواکونو ظرفیت ډېر شوی خو کمزورې رهبري د دې سبب شوې چې په ځيني مواردو کې دې دوی طالبانو ته تسلیم شي او دغه لړۍ تر اوسه پورې روانه ده.

سرتېري د دې له وجې نه تسلمېږي چې ګواکې د جګړې توان نه لري، بلکې د امکاناتو نشتوالي، د مشرانو نه پاملرنه او د مخالفینو لخوا پراخ درواغجن تبلیغات د دې لامل ګرځي، چې دوی وسله پر ځمکه ږدي او وسله والو مخالفینو سره یو ځای کېږي.

په دې کې شک نشته چې افغان ځواکونه ترخپله وسه جنګېږي، وجدان یې دا نه مني چې وسله والو مخالفینو ته تسلیم شي، خو په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې امنیتي سرتېرو ته، چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي، د امنیتي چارواکو نه پاملرنه د دې لامل ګرځي، چې سرتېري مخالفینو ته تسلیم شي، ځکه کله چې تجهیزات، خوراکي توکي او اکمالات نه وي سرتېرو ته پخپله دا سوال پیدا کېږي، چې ولې جنګېږي؟

که پولیس دي، که ملي اردو، ملي امنیت او بله هره امنیتي قطه سرتېرو ته یې څومره چې لازمه ده هغه اندازه پاملرنه نه کېږي او که کېږي هم ډېر په ټیټه کچه کېږي، تر دې چې تبعیض او تعصب هم ورسره کېږي، معاشات او امتیازارت پر وخت نه ورکول کېږي، په میاشتو میاشتو محاصره وي، مګر ملاتړ ته یې څوک نه ورځي.

تازه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد امین پتنګ طالبانو سره یو ځای شوی دی او د دې ولایت د ولایتي شورا په خبره یاده ولسوالۍ هم وسله والو طالبانو نیولې ده.

د فاریاب د ولایتي شورا رئيس طاهر رحماني وايي، چې طالبانو نن غرمه المار ولسوالۍ نیولې ده او په خبره یې ۶۰ سرتېري چې د طالبانو په محاصره کې و، د قومي مشرانو په منځګړیتوب بېرته راخوشې شوي دي.

رحماني ویلي چې یادو سرتېرو په ساعتونو جګړه وکړه، خو د مرستې د نه رسېدو له کبله طالبانو محاصره کړل او او امنیه قوماندان هم اړ شو چې وسله والو طالبانو ته تسلیم شي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې یو شمېر امنیتي ځواکونه وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي، چې عمده عوامل یې پر وخت د امکاناتو نه ور رسېدل دي. حکومت ته پکار ده چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو مدیریت قوي او د جنګ لومړۍ کرښې سرتېرو ته پاملرنه زیاته کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.