The news is by your side.

حکمتيار بیا پاکستان ته تللی، لاهور کې ولې غونډه کوي؟

خبريال ویبپاڼه- د افغانستان د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د لاریون او د ولسمشر غني د استعفا د غوښتنې وروسته اوس د پاکستان په سفر روان دی شوی دی.

حکمتيار د پاکستان د يوه ديني ګوند جمعيت اسلامي د مشر سراج الحق له لوري دعوت شوی دی او دا غونډه چې په لاهور کې به دايره شي د حکمتيار په وياړ جوړه شوې ده.

تراوسه پورې ددې سبب دقیق نه دی مالوم یا دې ګوند نه دی اعلان کړی چې ګلبدین په دې وختونو کې کوم داسی کار کړی دی چې په هغه دې دده په وياړ غونډه جوړه شي، خو دومره مالومات شته دي چې حکمتيار په دې وروستيو کې په کابل کې يو لاريون وکړ او ددې لاريون په ترڅ کې يې د افغان حکومت څخه يو لړ غوښتنې مطرح کړې.

دا غونډه به د پاکستان په لاهور کې دوه ورځې وروسته یانې د مارچ په ۱۳ باندې جوړه شي او تمه ده چې ګلبدین به پکې وينا وکړي، د ګلبدین حکمتیار اړوند سرچينو هم ددې غونډې د اهدافو په هکله د حکمتيار د تګ په هکله ډیر مالومات ندي ورکړي خو ويل کېږي نوموړي نن وار له مخه کابل ترک کړی دی.

په لنډه موده کې به دا پاکستان ته د ګلبدین حکمتیار دوهم سفر وي، څه موده وړاندې حکمتيار د پاکستان د حکومتي چارواکو په وينا دې هېواد ته تللی و، هغه وخت په پاکستان کې د حکمتيار څرګندونې په کابل کې د پراخو غبرګونونو سبب شوې وې، نه يوازې څرګندونې یې بلکې د پاکستان د حکومت له لوري هغه ته د ښه راغلاست په شکل هم نیوکې شوې وې.

خلکو د پاکستان د حکومت له لوري حکمتيار ته په لوړه کچه د ښه راغلاست ويل چې دا ډول ښه راغلاست معمولا د حکومتونو د مشرانو ترمنځ وي د انديښنې وړ بللي و او دا یې د پاکستان او د ګلبدی اړیکو يؤ بل بعد ياد کړی و.

د بلې خوا بيا حکمتيار تېر ځل د پاکستان څخه افغانستان ته ناوړه پیغامونه رالېږلي و او پخپله وينا کې یې ځینې داسې خبرې وکړې چې افغانان ورباندې را وپارېدل، حکمتيار په اسلام اباد کې تېر ځل په ښکاره وويل چې کابل ددوی ددښمنانو په لاس کې دی.

د حکمتيار په دې خبرو باندې په افغانستان کې ولسي غبرګون زیات و، که څه هم پلویانو يې ويل چې د حکمتيار موخه دا وه چې په کابل کې اصلي واکمنان د ټلوالې غړي دي نو حکمتيار ټلواله خپله دښمنه ياده کړه خو دننه خلکو په افغانستان کې دا نظر درلود چې په هېڅ ډول حکمتيار ته دا نه و پکار چې د دښمن هېواد څخه دا ډول خبرې وکړي او د کابل څخه اسلام اباد ته شکایت وکړي.

دا چې اوس تازه به حکمتیار په دې حساس وخت کې د څه لپاره پاکستان ته دعوت شوی وي څه ویل تر وخت مخکې دي خو تېر ته په کتو سره پاکستان ته د حکمتيار سفرونه د کابل په خیر نه دي تمام شوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.