The news is by your side.

د ذهني وړتیا لپاره څه وخورو؟

د ژوند په ټولو برخو کې د بریالیتوب لپاره مونږ یوې پیاوړې حافظې او ښه ذهن ته اړتیا لرو. تر څو د ژوند چارې مو په ښه توګه سرته ورسېږي. او دا هم جوته خبره ده چې ښه او له ويټامينونو غني خواړه خوړل د مغز وړتيا زياتوي نو بايد پر دې کوښښ وکړو چې داسې خواړه وخورو چې هغه چې کې امينو اسيدونه او انټي اکسيډانټ پکې تر ډېره کچه شتون ولري. مونږ دلته هغه خواړه تاسو ته دروښيو چې په منظمه توګه خوړلو سره به يې د قوي حافظې څېښتنان شو نو دا خواړه په لاندې توګه دي:

۱ـ د اوميګا 3لرونکي خواړه:

د يوې پياوړې حافظې لپاره هغه خواړه وخورئ چې اوميګا 3ولري.لکه:کب،ينه،اغوذ يا چهار مغز،او نور داسې ورته خواړه لکه بادام او پلي چې زمونږ د ذهن پياوړتيا کې مهم رول لري بايد وخوړل شي.

۲ـ ويټامين ډي:

د مغز د قوت په برخه کې تر بل هر ويټامين،ويټامين ډي د حافظې په پياوړتيا او د معلوماتو د شننې او سپړنې په برخه کې ډېر ګټور وي. او له نيکه مرغه مونږ په ډېره اسانۍ سره کولى شو دا ويټامين د لمر وړانګو څخه واخلو.

۳ـ په نهاره اوبه څښل:

کله چې مونږ څلور ګلاسه اوبه په نهاره څښو نو اوبه زمونږ د بدن کې د وينې حجرې پاکوي او په همدې ډول په رګونو کې د وينې جريان تېزوي چې په دې سره زمونږ په اعصابو کې هم پرمختګ راځي ځکه څومره چې وينه ژر او په تېزۍ سره د بدن نورو برخو ته رسېږي،هغومره عصاب فعال او چټک کېږي.

۴ـ هګۍ خوړل:

په هګۍ کې د کولينو په نوم مواد شتون لري چې همدا کولينو نومي مواد د مغز د حافظې پياوړتيا او سبب کېږي او د عصبي حجرو ترمنځ اړيکه ساتي په همدې توګه په هګيو کې په زياته کچه پروټين دي چې زمونږ اعصابو ته مهم دي.

۵ـ ویټامین ايE:

ویټامین ايE د ویټامینونو په کتار کې بل هغه ویټامین ده چې د حافظې په پیاوړې کولو کې مهم رول لري. په همدې توګه ویټامین ايE زمونږ په بدن کې د اعصابو لپاره د اکسیجن رسولو دنده لري. نو هر څومره چې د ویټامین اي خواړه وخورو هغومره به مو مغز هم چټک کېږي.

نوڅه وکړو چې حافظه مو خرابه نشي؟ دلته یې ولولئ:

هغه څه چې حافظه ورسره خرابېږي عبارت دي له:

۱ـ  ډېره اندېښنه کول

۲ـ په ورځیني ډول په غذا ګانو کې د غوړیو ډېر استعمال او خوړل.

۳ـ د شپې لخوا له ۶ یا ۷ ساعته خوب لږ کول چې حافظه هم خرابوي او همدارنګه رواني ناروغۍ هم رامنځته کوي.

۴ـ په اوږد مهال توګه د سګرت څکل چې د وینې جریان کې سستوالی رامنځته کوي او حافظه په بشپړه توګه خرابوي.

۵ـ ځینو څېړنو دا ښودلې چې د الکولي مشروباتو استعمال نه یوازې دا چې حافظه مو خرابوي بلکه د دې سبب هم کېږي چې د بیاځلي ودې مخه یې هم ونیسي.

په همدې ډول کوښښ وکړئ چې د تروشو خوړولو له ډېر خوراک څخه هم ځان وساتئ چې د اعصابو د کمزورئ لامل کېږي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.