The news is by your side.

د پکتیا مېرمنې وايي، د سولې پروسه کې د ښځو ونډه نمایشي ده

خبریال وېبپاڼه/ پکتیاوالو مېرمنو د سولې پروسه کې خپلې ورکې ونډې پسې غږ پورته کړ او له افغان حکومته یې وغوښتل چې بین الافغاني خبرو کې دې د پرېکړې نیولو رول ورکړل شي.

د دې ولایت ځینو ښځینه فعالانو یو ځل بیا رسنیو ته په ټینګار وویل، چې د سولې په بین‌الافغاني مذاکراتو کې د ښځو ونډه کمه او هغه هم نمایشي ده او باید چې دا موضوع عادي ونه ګڼل شي او مېرمنو ته د پرېکړې کولو صلاحیت ورکړل شي.

دوی دې ته په اشارې چې د سولې بین الافغاني خبرو کې د طالبانو مرکچي پلاوي کې هیڅ ښځه نشته، له طالب ډلې هم وغوښتل چې د سولې روانه پروسه کې د هغوی رول ته پاملرنه وکړي او د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان د ښځو د حقونو احترام وکړي.

د پکتیا مېرمنو زیاته کړه، چې د سولې بین الافغاني خبرې د ښځو په اړه ډېرې مهمې دي، خو ښځو ته پکې ډېره ونډه نه ده ورکړل شوې او که ورکول شوې ده، نمایشي ده.

د دوی په خبره، چې اوس د افغان ښځو سیاسي پوهه لوړه شوې، په هر برخه کې کار کولای شي، خو باید چې د سولې په روانو مذاکراتو کې یې ونډه هم زیاته شي، تر څو د سولې روانې خبرې ورسره چټکې او تر ډېره به یوه مثبته پایله ولري.

د دې ولایت یوې مدني فعالې بهاره آریا وویل، چې ښځې تر ډېره پورې نارینه سولې ته هڅولی او پر ارزښت یې پوهولی شي، ځکه خو د دوی حضور ته پوره پاملرنه په کار ده.

د پکتیا اوسېدونکې مېرمنې دا خبرې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې هم د ښځو ځینو مخکښو فعالانو د سولې د روانو مذاکراتو په تړاو اندېښنې څرګندې کړې، او په خبره یې چې د سولې بین الافغاني مذاکرات د افغانو مېرمنو پر ژوند او فعالیتونو مستقیم اغېز لري.

د سولې خبرو کې د افغان حکومت له لوري د یوویشتو کسانو په ډله کې څلور ښځې دي، خو د طالبانو په ډله کې بیا هیڅ مېرمن نشته او کله چې په ټیم کې یې د ښځو د نه شتون په اړه ترې پوښتنه وشي، چوپتیا اختیاروي او ځان تېر باسي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي هم د سولې روانه پروسه کې د ښځو پر پراخ حضور ټینګار کړی وو.

دوی ویلي، ښځې او ماشومان حق لري چې په امن کې ژوند وکړي او ټول خلک دروند مسؤلیت لري چې د سولې پروسه کې د ښځو حضور ته پام وکړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.