The news is by your side.

وکیلان: ارګ مېشتو جمهوریت سپک کړ

خبریال وېبپاڼه/ په لومړي سر کې اشرف غني دا ژمنه وکړه، چې یوه سالمه، ځوانه، شفافه او له هر ډول فساد خالي اداره به جوړوي، خو دا دی د نوې دورې یې هم له یوه کاله څه موده تېره شوې، مګر تر اوسه یې کابینه نه ده پوره کړې، د کابینې د بشپړېدو ورهاخوا د دولتي څوکیو پلور او پېر هم په شدت دوام لري او په ملي ارزښتونو معاملې، د بې وسه افغانانو پر سرو سودا او د هغوی د هډوکو شپېلولو ته یې ملا تړلې ده.

له دولتي مقرریو یې راواخلئ، په سلو کې ۹۸ سلنه مقررۍ د زور او زرو پر اساس کېږي.که څه هم تر دې وړاندې دغه خبره خاص د چا زړه ته نه لوېده، خو اوس د ولسي جرګې ځینو غړیو له دغه راز څخه چې تر شا یې د افغانانو د وینو زبېښل روان دي، پرده پورته کړه.

د ولسي جرګې غړيو تازه په ډاګه کړه چې لوړپوړې دولتي ادارې، لکه وزارتونه، ولایتونه، ګمرکونه او نور په پيسو خرڅېږي او هره څوکۍ خپله ټاکلې بيه لري.

د ولسي جرګې غړی طیب عطا وايي، سره له دې چې په هېواد کې جګړه روانه ده او افغانان هره ورځ قرباني ورکوي، مګر ارګ مېشتو د ولس په وینو سیاست ته ملا تړلې او له دولت څخه یې سهامي شرکت جوړ کړی دی.

عطا زیاتوي چې د دولت مهمې څوکۍ لکه وزارت، ولایت، ګمرک، معینیت، خپلواک ریاست او نور په پيسو خرڅېږي او د خرڅلا پروسه یې هم په ترکیه، دوبۍ او یا امریکا کې ترسره کېږي.

د هغه په خبره، د دولت په راس کې څو ټامیان او له خاورې او هېواد سره نابلد خلک راټول شوي او د څه باندې دېرش میلیونه نفوس له برخلیک سره لوبې کوي چې دا وضعیت نور هیچا ته د منلو وړ نه دی.

د ولسي جرګې یو تن بل غړی شاپور حسنزوی د دولتي څوکیو د خرڅلاو په اړه ورته نظر لري او وايي چې د پیسو په زور ډېری هغه نالوستي چې املا او امضا یې نه ده زده، په لوړو دولتي پوسټونو کار کوي.

هغه زیاتوي چې ولسمشر غني د خپلې دوهمې کاري دورې په پيل کې ځینې ژمنې کړې وې خو یوازې د خلکو غولول و او تر اوسه یې د هیڅ ژمنې د پوره کېدو هڅه نه ده کړې.

د ولسي جرګې یو تن بل وکیل حبیب پدرام بیا وايي چې د ارګ مېشتو لخوا د دولتي څوکیو خرڅلاو د حکومتدارۍ ملا ماته کړې او اوس په دولت کې دا توان نشته چې حتی د ۳۰ سلنه وګړو اړتیاوې پوره کړي، چې دا پخپله د ولس او دولت ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل ګرځي.

 خبرې ډيرې او يو سر يې يو، ولسمشر غني ژمنه کړې وه، چې که په کارونو کې پاتې راغی، نو استعفا به ورکوي، په کارونه کې پاتې راتلل، نور سپین وي او که تور؟ غني لکه چې دا خپل اوسنی وضعیت پاتې راتلل نه بولي؟ د ټول هېواد حکومتداري یې فضلي او امنیت یې محب ته، چې دواړه ټامیان دي، سپارلې ده، نور پخپله له هیڅ نه دی خبر او نه دقیق راپور ورسره شریکېږي. غني په خوله د جمهوریت او ملي ارزښتونو د ساتنې چیغې وهي، مګر تر شا جمهوریت تر ټولو زیات دوی پخپله وشرماوه او په نړۍواله کچه په سپکو سپک کړ، اوس غواړي چې د دولت تر څنګ ملت هم سپک کړي، خو ولس په دې پوه شوی چې نور به د چا په تشو وعدو او خبرو نه غولېږي.

لیکوال: هادي مخلص

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.